Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

حنفي: نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/13

په کابل ښار کې د نوي خیرخوا سوداګریز مرکز د پرانيستې مراسمو کې ګڼ شمېر حکومتي چارواکو ګډون وکړ.

د دې سوداګریز مرکز د رغولو چارې په ۱۴۰۱ کال کې د ماليي وزارت، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ له لوري له خصوصې سکتور سره په همغږۍ پیل او تازه يې چارې د ۳۲ میلیونو ډالرو په لګښت بشپړې شوې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور ونډه حياتي بولي او غوښتنه کوي چې حکومت خصوصي سکټور ته د پراخ فعاليت زمينې برابرولو ته ژمن دی.

خو د اقتصادي مسايلو ترڅنګ نوموړي د ځينو سياسي مسايلو يادونه هم وکړ.

حنفي پرته له دې چې د کوم چا له لوري د لاسوهنې څرنګوالی واضېح کړي، وویل، نړيوال دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

حنفي زیاته کړه: « هغوی دې هم د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، موږ هم د هېڅ یوه ګاونډي هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو. دا یوه طبیعي خبره ده، که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، په دې صورت کې د افغانستان شرعي، اصولي او نړیوال حق دی چې له ځانه دفاع وکړي.»

له دې سره، نور چارواکي هم مني چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې او له امله يې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 دوی له سودګرو غواړي چې په خپلې پانګونې سره د کاري فرصتونو په ایجاد کې همکاري وکړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وايي: « په داسې یوه وخت او حالاتو کې چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده، د دغه شان پروژو په عملي کېدو سره به زموږ ډېر شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.»

بله خوا، د چارو ادارې چارواکي وايي، د نوي خیرخوا سوداګري مرکز پروژې ترڅنګ به راتلونکي کال کې هم زیات شمېر لويي او وړي پروژې تطبيق شي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس احمد ضیا خالد وايي: « موږ په پام کې لرو چې په نوي کال کې هم له ۹۰ زیاتې نوې پروژې چې ارزونه یې بشپړه شوې، کارونه یې پیل کېږي.»

یاد سوداګریز مارکیټ چې د  کابل په دويمه ناحیه کې موقعيت لري، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د یوې اورلګېدنې په پایله کې په بشپړ ډول وسوځېده او سوداګرو ته په کې میلیونونه ډالر زیان واوښت.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist