Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې په تېرو ۱۰ میاشتو کې نږدې ۲ زره تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوې

ننګرهار کې په تېرو ۱۰ میاشتو کې نږدې ۲ زره تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، تېرو۱۰ میاشتو په موده کې یې د غلا، قتل، رشوت، قاچاق، فرېبکارۍ، غصب او نورو خلکو ته د اخطار ورکولو په جرم، نږدې ۲ زره تنه نیولي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وايي: « په تېر یوه کال کې ۱ زر۹۷۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي. دغه نیول شوي کسان د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.»

د مبارز په خبره، د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره يې موبایل پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې بي اسنادو موبایلونه ونه پلوري.

هغه په دې اړه وايي: « د هرې حوزې اړوند دوکانداران حوزې ته غوښتل شوي او ورته سپارښتنه شوې چې هېڅوک به له اسنادو پرته نه له چا موبایل ټیلفون اخلي او نه به یې پلوري. که چېرې څوک له دې سپارښتنې سرغړونه وکړي، اسلامي امارت او قانون ته به مجرمان وي.»

په همدې حال کې، جلال اباد ښاریان د مبایلونو له غلا او جنايي جرمونو لوړې کچې شکایت کوي او وايي، امنیتي ادارې باید د غلاګانو او جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.  
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « له چارواکو هیله لرو او غوښتنه کوو چې امنیتي وضعیت ته پاملرنه نوره هم ډېره کړي او هغه کسان چې د غلا یا بل جرم په تور نیول کېږي، باید قانوني سزا ورکړل شي، ترڅو د جرم له تکرار مخنیوی وشي.»

د جلال اباد ښار یو تن بل اوسېدونکی بیا وايي: «غله نیول کېږي، خو بېرته ژر خوشې کېږي. موږ غوښتنه کوو چې دغو کسانو ته دې سزا ورکړل شي، ترڅو پاتې جرمونه هم ورسره ختم شي.»
 مسوولین د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه هم بریالۍ بولي او په خبره يې، سږ کال هم د نورو کالونو په څېر په دې ولایت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist