Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د زده کوونکو په لاس جوړ شویو توکو درې ورځنی نندارتون پیل شو

ننګرهار کې د زده کوونکو په لاس جوړ شویو توکو درې ورځنی نندارتون پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/11

 په ننګرهار ولایت کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د یو خصوصي ښوونځي د زده کوونکو په لاس د جوړ شویو توکو درې ورځنی نندارتون پيل شو.

مسوولین وايي، د دې نندارتون موخه د نوښتګرو زده کوونکو هڅونه، ملاتړ او د دوی استعدادونو ته وده ورکول دي.  

د نندارتون تنظیموونکی احمد طارق کمال وايي:« زده کوونکي وهڅو نوښتونو ته، تحقیق ته، ترڅو موږ وکولی شو چې یوه ټولنه ولرو چې هغه پر تحقیق استواره وي. انشاالله په راتلونکې له څنګه چې نورو ټولنو له ساینس ګټه اخیستې ده او پرمختګ یې په برخه شوی دی، زموږ افغانستان هم په دغه برخه کې لاسته راوړنې ولري.»

په دغه نندارتون کې زده کوونکو د روان ښونیز کال په جریان کې په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړل.

دوی د ورته نورو نندارتونو جوړیدو ته هیله من دی چې  له امله به يې راتلونکي کې لا ښه نوښتونه وکړي.

زده کوونکی سمیع الله وايي:« موږ کولی شو، که نن مو یو عادي شی جوړ کړ، موږ کولی شو سبا له دې یوه مفکوره واخلو.»

یو بل زده کوونکی مصطفی بیا وايي:« زموږ ښوونځي کې چې نن دا کوم نندارتون دی، دا ډېر مهم دی. موږ غواړو چې په نورو ښځیو کې هم دا شان ناستې ترسره شي، ترڅو د زده کوونکو استعداد په کې مالوم شي.»

د ننګرهار پوهنې ریاست مسولین وايي، د ټولو هغو زده کوونکو مادي او معنوي ملاتړ ته ژمن دي چې پر نوښتونو کار کوي.

د ننګرهار پوهنې رییس محمد شریف حلیمي وايي:« موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو، دا ډاډ بیا بیا درکوم چې کومې اړتیاوې مو وي او زموږ په وس پوره وي، انشا الله تر امرالمومنین پورې به زه ستاسو خبره رسوم. »

د ښوونیزې برخې استادان سپارښتنه کوي چې ښوونځیو کې دې له تیورۍ سربېره زده کوونکو ته ډغه ډول نندارتونونه ډېر کړي چې د زده کړې له پيله نوښتونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist