اسلامي امارت واک ته له رسیدو راهیسې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو بیا رغونې لپاره هڅې پیل کړې او ډاډ یې ښودلی او غواړي چې له نړیوالو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ورغوي، خو تر اوسه پورې د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.
تازه شمشاد ته هند کې یوې سرچینې منلې چې په نوي ډیلي کې اسلامي امارت ته سفارت سپارل کېږي او زیاتوي، اسلامي امارت له دې وړاندې هند ته ځینې کسان د ډیپلوماټانو په توګه هم ورپېژندلي.
سرچېنې زیاته کړې:« زه د خپلو همکارانو او افغان ډیپلوماټانو د مالوماتو له مخې دا تائیدوم چې د افغانستان سرپرست حکومت ته په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د ورسپارلو په تړاو او د هند بهرنیو چارو له وزارت سره له څو میاشتو خبرې روانې دي او د هند حکومت ته ځینې اشخاص هم ورمعرفي شوې دي.»
په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت څه نه وایي، خو د سیاسي چارو شنونکي بیا دغه ګام د افغانستان سیاسي ثبات ته پر رسېدو سربېره ټولنیزو او کلتوري اړیکو ټینګښت او پراختیا لپاره مهم بولي.
د سیاسي ارو شنونکی معین ګل څمکنۍ وايي:« وار له مخه د افغانستان سفارت یو شمېر افغاني ډیپلوماټانو ته تسلیم شوی، نو دغه د اړیکو په جوړولو کې، که هغه سیاسي وي، اقتصادي وي، فرهنګي وي، ډېر اهمیت لري. دغه کار به وکولی شي چې له نورو سره د تعامل لپاره یوه لاره پرانیستل شي چې بلاخره پایله کې یې د افغانستان حکومت هغه سیاسي ثبات ترلاسه کړي.»
ځینې نور بیا له سرپرست حکومته غواړي چې له هېوادونو سره تعامل ته د رسېدو لپاره دې د دوی هر راز پلمې ختمې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« طالبان باید دا هڅې وکړي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره تعامل وکړي او تفاهم ته ورسره ورسېږي. د نړیوالو مشروع او ولس مشروع غوښتنې ومني. نو ټول افغانان اوس په دې خوشاله کېږي چې له نړیوالو سره تعامل وشي.»
څو میاشتې وړاندې اسلامي امارت په هند کې د افغانستان کونسلګرۍ ته اکرام الدین کامل د سرپرست په توګه وګوماره او د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې له هېوادونو سره د خپلو اړيکو د پراخولو هڅې به جاري ساتي.