Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

ملي دفاع وزارت د ازبېکستان له لوري امریکا ته سپارل شوې چورلکې د افغانستان ملکیت بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/10

د مخکېني حکومت د سقوط پرمهال ۴۶ نظامي چورلکي ازبېکستان ته ولېږدول شوې.

 سرپرست حکومت يې په وار وار د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو پر دې سربېره هم تاشکنت دغلته د افغانستان ولاړو چورلکو اوه هغه واشنګټن ته د يوې هوکړې پر اساس تسليم کړې.

له دې څو ورځې وروسته د افغانستان ملي دفاع وزارت په دې تړاو غبرګون ښودلی او يادې چورلکې يې د افغانستان ملکيت بللی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خورازمي غوښتنه کړې، چې ازبېکستان دې افغانستان ته د چورلکو په انتقال کې خنډ نه جوړوي او امريکا ته تسليم کړې هغه دې ژر را وګرځوي.

هغه زیاته کړې:« د خپرو شویو راپورونو له مخې، د تېرې ادارې سقوط پر مهال له افغانستان ازبېکستان ته لېږدول شویو چورلکو له ډلې، اوه هغه یې امریکا ته لېږدول شوې دي. اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی، ځکه دا چورلکې د افغانستان اړوند دي او کله چې  د مخکېنۍ ادارې چارواکي وتښتېدل، ازبېکستان ته انتقال شوي، نو باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي. دا چورلکې چې په هر دلیل امریکا ته سپارل کېږي، موږ ته د منلو نه وړ دي، ځکه افغانان حق لري چې له خپلو حقونو دفاع او پوښتنه وکړي او ګاونډیان هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. موږ له امریکا هم غوښتنه کوو چې افغانستان د ټولو چورلکو په بېرته لېږلو کې خنډونه جوړ نه کړي او افغانانو ته یې وسپاري.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د نړيوال رسميت نه لرلو له امله د افغانستان پر ګټو ګاونډیان معاملې کوي او په خبره یې که سرپرست حکومت، ازبېکستان او امریکا په خپلو کې سیاسي جوړ جاړی وکړي، تمه شته، چې واشګټن ته سپارل شوې چورلکې بيا افغانستان ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:« دا چې یادې چورلکې امریکا ته سپارل شوې، افغانستان د دغو تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو امکان له لاسه ورکړی دی.  که افغانستان او ازبېکستان ترمنځ مذاکرات دوام وکړي، ښايي د سیاسي جوړجاړي له لارې د پاتې نورو چورلکو برخلیک مالوم او هېواد ته راستنې کړي.»

د مالوماتو له مخې، افغانستان د مخکېني حکومت له سقوط وړاندې ۱۶۴ چورلکې لرل، خو له ډلې يې يوازې ۸۱ په افغانستان کې پاتې دي او نورې يې ازبېکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

ازبېکستان داسې مهال د افغانستان چورلکې امريکا ته سپارلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امريکا پوځي تجهیزاتو پر پرېښودولو نیوکه کړې او  د بېرته ترلاسه کولو بحث يې مطرح کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist