Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر څېړي

امریکا له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر څېړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

د امريکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ د تېر په شان یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نيوکه کړې.

هېګسېټ ويلي، دفاع وزارت به ډېر ژر له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ بهير وڅېړي، ترڅو مالومه کړي چې په دې بهير کې څه تېروتنه شوې او ولې يې مسوول کسان نه دي نيول شوي.

هېګسټ په افغانستان کې بې پایلې جګړه، پر اوکراین د روسیې برید او پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید هغه پېښې بللې چې د امریکا د قدرت په اړه یې د نړۍ لید کمزوری کړی.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې: « موږ پرېکړه کړې، هغه څه چې افغانستان کې پېښ شول وڅېړو او مسوولین يې اړ کړو چې ځواب ووايي. د دې څېړنې موخه انتقام نه، بلکې غواړو تېرې تېروتنې په ګوته او راتلونکي کې يې د تکرار مخه ونيسو.» 

د دې تر څنګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د نظامي وسایلو او تجهیزاتو پر پرېښودلو نیوکه کړې او دا یې د ټرمپ په ټکو احمقانه پرېکړه بللې.

ټرمپ دغه څرګندونې په سپینې ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیب سره په لیدنه کې کړې. ټرمپ زیاته کړې، غواړي قوي پوځ ولري او په افغانستان کې د لسګونه میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي وسایلو پرېښودلو ته هېڅ دلیل نه شته.

په ورته مهال، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ټرمپ او کابېنه يې د ورته څرګندونو په کولو سره غواړې یو ځل بیا افغانستان کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د امریکا د جمهور رییس ټرمپ له څرګندونو ښکاري چې یوځل بیا غواړي د باګرام ترلاسه کولو لپاره مختلفې لارې او ګودرونه ولټوي او دا هوايي ډګر بېرته د امریکا د یوه نظامي او استخباراتي ډګر په توګه ترلاسه کولو لپاره، په لومړي سر کې له طالبانو سره د مذاکراتو او دوحې د پرېکړو له آدرسه دغه ستونزه حل کړي.» 

خو ځينې نور بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر د امریکايي چارواکو ترمنځ جنجالونو ته په کتو وايي، ښايي امريکا بيا ځل په افغانستان کې نظامي حضور لرلو ته له هېڅ امله زړه ښه نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر نه کوم چې امریکا دې بیا داسې لېونتوب وکړي چې پر افغانستان برید وکړي؛ ځکه دوی په ۲۰ کلن حضور کې داسې یوه لاسته راوړنه نه لري چې نړۍ ته، سیمې او یا د افغانستان خلکو ته وښيي چې دوی د خپل برید پرمهال دغه نړیوالې لاسته راوړنې لرلې، پرته له ماتې او شرمندګۍ بله هېڅ خبره نه وه.»

ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د پاتې امريکايي وسلو او تجهيزاتو پر پرېښودلو نيوکه کوي چې همدا تېره اوونۍ ازبېکستان د افغانستان اووه نظامي چورلکې بېرته امريکا ته ور وسپارلې.

د تاشکند دا پرېکړه د افغانانو له نيوکو سره مخ شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist