Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د سوالګرو ډېرېدل؛ خلک له مسوولینو د حرفوي سوالګرو مخنیوی غواړي

بلخ کې د سوالګرو ډېرېدل؛ خلک له مسوولینو د حرفوي سوالګرو مخنیوی غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

د بلخ ولایت مرکز مزار ښار چې په کې مېشت نفوس یې دا مهال شاوخوا دوه میلیونو تنو ته رسېږي او زیات یې په کار او کسب بوخت خلک دي.

په دې وروستیو کې د سوالګرو ډېرېدو د دې ښار اوسېدونکو ژوند او چارې ننګولي دي.

د بلخ اوسېدونکي وايي، ښايي ځینې کسان به د ژوند سختیو اړ کړي وي چې بل ته لاس ونیسي، خو ډېری سوالګر حرفوي کسان دي او سوال کولو ته د یوې حرفې په سترګه ګوري.

دوی زیاتوي، سوالګرو تنګ کړي او له چارواکو یي د مخنیوي جدي غوښتنه کوي.

د مزار شریف ښار یو تن اوسېدونکی عبدالله حمیدي وايي: « سوالګر بېخي ډېر زیات شوي، کله چې زموږ ښاریان سودا اخلي او ښار ته راوځي، ورسره په تکلیف دي.»

د مزار شریف ښار یو بل اوسېدونکی اسماعیل وايي: « دا خلک زموږ فرهنګ خرابوي، له مسوولینو غوښتنه کوم چې له ښاره یې ټول کړي. شاید مستحق وي یا نه وي، خو د ډېرو لپاره دغه کار کسب جوړ شوی. موږ له چارواکو هیله کوو چې دغه کار بند کړي، زموږ د ولایت نوم بدوي.»

په ورته مهال، د بلخ ولایت مسوولین وايي، روان کال کې یې څه باندې۶۰۰ سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې حرفوي کسان محکمې او مستحق یې افغاني سره میاشتې ته ور معرفي کړي دي.

د دوی په خبره، دغې لړۍ ته به دوام ورکوي، ترڅو د ښاریانو د آزار او ځورېدلو سبب نه شي.

په بلخ کې د سوالګرو راټولولو کمېټې مسوول صالح محمد طارق وايي: « تر اوسه موږ ۶۸۴ کسان راټول کړي چې له ډلې یې ۱۶۶ تنه نارینه،۴۲۰ تنه ښځې، ۵۱ تنې ماشومانې نجونې او ۴۷ تنه هم زېر سن هلکان وو. د دوی له ډلې ۲۶ کسان محکمې ته معرفي شوي. دا حرفوي او متکرر سوالګر وو، له دې وړاندې موږ څو ځلې نیولي خو تر خوشې کېدو وروسته یې بېرته سوال ته مخه کړې، اوس محکمې قید پرې ایستلی دی.»

له بلې خوا، بلخ کې د افغاني سره میاشتې ټولنې ځایي مسوولین وایي، تر تثبیت او ارزونې وروسته یې سلګونه اړمنو سوالګرو ته میاشتنی معاش ټاکلی، ترڅو له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.

په شمال زون کې د افغاني سره میاشتې ټولنې د مرستو آمر شمس الحق افغاني وايي: « تر اوسه پورې ۱۰۰۰ کورنۍ د احتمالي ګدایانو یا مستحقو کسانو په توګه معرفي شوې دي. له دې ډلې تر اوسه ۱۵۰ کورنۍ مستحق پېژندل شوې او د پاتې نورو سروې ادامه لري. له دغو ۱۵۰ کورنیو ۱۱۰ کورنیو ته د بانک له لارې د معاشونو ورکړه پيل شوې او هره میاشت خپل امتیازات اخلي.»

په همدې حال هغه سوالګر چې پخوا به یې د سړکونو پر سر سوال کاوه، دا چې تازه ورته معاش ټاکل شوی خوښ دي او د نورو مستحقو هغو لپاره هم د پاملرنې غوښتونه کوي.

له مرستې برخمن شوی سوالګر وايي: « ما لاسي کراچۍ لرله او د سړکونو په سر مې له خلکو د مرستې غوښتنه کوله. بیا د سرې میاشتې ټیم راغی او له موږ سره یې مرسته پيل کړه، اوس هره میاشت ۵ زره افغانۍ راکوي.»

یو بل تن مرسته اخیستونکی کس وايي: «موږ یې راټول کړلو او راته یې وویل چې د میاشتې۵ زره افغانۍ تنخوا درکوو او له دې وروسته هېڅ ځای ګدايي ونه کړئ. اوس هره میاشت موږ ته۵ زره افغانۍ مرسته راکوي.»

که څه هم سرپرست حکومت د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل کړې، خو لاهم د ښار خلک د سوالګرو له شته والي تنګ دي او د دغې لړۍ پر چټکوالي ټینګار کوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist