Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر ګاونډیاتو ته؛ افغان کډوال پر زوره مه باسئ

عبدالکبیر ګاونډیاتو ته؛ افغان کډوال پر زوره مه باسئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

له تېرو څه باندې درېیو کالونو راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال شکایت کوي چې پاکستاني او ایراني پولیس ورسره ناسم چلن کوي او پر زور یې بېرته افغانستان ته ستنوي.

تازه د کډوالو او بېرراستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کې یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې پر زور له خپلو هېوادونو نه باسي او وخت دې ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « هغه وویل چې ګاونډي هېوادونه دې پر زوره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړل شي چې هغوی له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. ښاغلي وزیر زیاته کړه چې راستانه شوي مهاجرین او داخلي بېځایه شوي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په کار ده چې اړونده مرستندویه ادارې په دې برخه کې مرستې وکړي. نوموړي وویل، د مهاجرینو لپاره باید بنسټیز کارونه وشي او خپلو سیمو ته د ستنولو او سالم چاپېریال رامنځته کولو ته زمینه برابره شي.»

پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې د افغان کډوالو د ځوورونې شکایتونه ترې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

په پاکستان کې د کډوالو حقونو مدافعین وایي، په وروستیو کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر شوی او ځينې کسان چې قانوني اسناد هم لري، ځورول کیږي.

په پاکستان کې د کډوالو حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « په پاکستان کې د افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو وضعیت په ځانګړې توګه اسلام اباد کې د اندېښنې وړ دی. د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان پناه غوښتونکو ستونزې نورې هم زیاتېږي. دا هم باید په یاد ولرو چې دا ځل به د پاکستان حکومت د پناه غوښتونکو د جبري اخراج په اړه تر پخوا جدي عمل وکړي. نو ویلی شم چې افغان پناه غوښتونکي په پاکستان کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.»

د حقوقي چارو یوشمېر شنونکي وایي، د کډوالو حقونو د څار کمېټې هم په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په اړه عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

دوی وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې په کور دننه کاري فرصتونه زیات کړي، ترڅو افغان کډ‌وال بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « واقعیت دا دی چې له افغان مهاجرینو سره ډېر زیات ظلم کېږي. افغانان د نړۍ په هر ګوټ کې مهاجر دي خو دا دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان تل له افغان مهاجرینو سره ظلم کوي. په دغو هېوادونو کې افغانان غیر قانوني نیول کېږي، پیسې او شتمنۍ یې ترې ګرځول کېږي او پر زور یې افغانستان ته را استوي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « مهاجرانو ته د پناه ورکونې سازمان باید زموږ پر ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان فشار راوړي ترڅو د افغان کډوالو له ځورولو،  جبري اخراج او اعدامولو لاس واخلي او له نړیوالو کنوانسیونو او قوانینو سره سم، د مهاجرانو د حقونو درناوی وکړي.»

د کډوالو نړیوال سازمان مالومات ښیي چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال له ایران او پاکستان شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي.

سرپرست حکومت وخت ناوخت د دغو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist