Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسماعیلیانو مشر کریم آغاخان ومړ

د اسماعیلیانو مشر کریم آغاخان ومړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

په سویلي او مرکزي آسیا، افریقا او منځني ختیځ کې د یوې مشهورې پراختیايي شبکې بنسټګر او د اهل تشیع اسماعلیه فرقې ۴۹ موروثي امام کریم آغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د آغاخان شبکې  کارکوونکو پرخپله اېکس رسنۍ خبر ورکړی چې کریم آغا  خان په ۱۹۶۷ زېږدیز کال د آغا خان بنسټ رامنځته کړ، ترڅو له دې لارې یو شمېر انساني، مالي او تخنیکي ملاتړ ومومي او د نړۍ  د بېوزلو او محرومو ټولنو ستونزې پرې هوارې کړي.

د دې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي، د آغاخان بنسټ به په خپل ټول توان د نوموړي  تګ لاره تعقیب کړي او په نړۍ کې به د پراختیايي خدمتونو لپاره جدي کار وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « شهزاده کریم الحسین آغاخان، د شیعه اسماعلیه فرقې امام او د حضرت محمد (ص) مستقیمه اولاده د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د پرتګال پلازمینې په لېزبون کې د ۸۸ کلونو په عمر په داسې حال کې ومړ چې کورنۍ یې ورسره یوځای وه.»

د آغا خان پراختیايي شبکې په خبر پاڼه کې دا هم راغلي چې د کریم آغاخان د ځای ناستي په اړه به ډېر ژر تصمیم ونیول شي.

په ورته مهال د بریټانیا پادشاه چارلس – درېیم، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش، د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ  او د افغانستان پخواني ولسمشر په ګډون  د بشري سازمانونو یو شمېر چارواکو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي کریم آغا خان په نړۍ کې د سولې، زغم او مهربانۍ ښه بېلګه یاده کړې ده.

انتونیو ګوتېرېش ویلي: « زه دعالیقدر شهزاده کریم الحسین آغا خان – څلورم مړینې خبر ته خفه یم. هغه زموږ په دې بې ثباته نړۍ کې د سولې، صبر او مهربانۍ  یو سمبول و. زه د اسماعلیه ټولنې ټولو غړیو سره خپله ژوره خواخوږي  څرګندوم .»

د آغاخان پراختیايي شبکې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، اقتصادي پرمختګونو، فرهنګي میراثونو بیارغونې، روغتیايي سکټور بیا رغونې او بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې خپل فعالیتونه په ۲۰۰۲ زېږدیز کال پیل کړل چې لا هم دوام لري.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په افغانستان کې د آغا خان پراختیايي شبکې فعالیتونه د اقتصادي پروژو، کاري فرصتونو او بیارغونې په برخه کې مهم او اغېزمن ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د آغا خان مسیر ډېر کاله کېږي چې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې روزنې، سرپناه جوړونې او فرهنګي برخو کې پراخ فعالیتونه لري. دغې شبکې وکولی شول په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزه برخه کې د افغانستان لپاره ډېرې مثبتې لاسته راوړنې ولري. د دې ترڅنګ ګڼ شمېر افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او ډېر خلک له دې لارې ثابت عاید لري. نو ویلی شو چې افغانستان کې د آغا خان بنسټ فعالیتونه د پام وړ و او په بېلابېلو برخو کې احساس کېدای شي.»

د آغا خان پراختیايي شبکه په څه باندې۳۰ هېوادونو کې خپل اقتصادي او پراختیايي بنسټيز فعالیتونه مخته وړي چې نږدې ۷۰ زره کارکوونکي یې پر دندو ګومارلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist