• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا حسن اخوند: افغانستان د اوبو مساله کې ایران ته د زیان رسولو هوډ نه لري

ملا حسن اخوند: افغانستان د اوبو مساله کې ایران ته د زیان رسولو هوډ نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/27

د ایران بهرنیو چار وزیر سید عباس عراقچي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د یکشنبې پر ورځ د(۱۴۰۳ کال د سلواغې پر ۷ مه) په رسمي سفر کابل ته راغلی.

عراقچي په دې سفر کې د اسلامي امارت له رئیس‌الوزرا او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې امنیت او ثبات د ایران له امنیت او ټیکاو سره تړلې مساله بللې او له سرپرست حکومت سره یې د اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی.

د ارګ له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر د تفاهم له لارې د کډوالو او اوبو اړوند مسایلو پر حل د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان په کورني سیاست کې د مداخلې نه کولو ډاډ ورکړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «ښاغلي عراقچي وويل، د ايران امنيت او ثبات د افغانستان په امنيت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو دې نتيجې ته رسولي يوو چې له اسلامي امارت سره بايد همکاري نوره هم پراخه شي. د ايران د بهرنيو چارو وزير په ياد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسيدګۍ او د اوبو موضوع ته په اشارې وويل، دواړه موضوعات بايد د همکاريو د پراختيا لامل شي او ايران په ابرومندانه ډول د غير قانوني افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی. نوموړي وويل، ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نه لري.»

بل پلو، په دې ناسته کې د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ایراني لوري ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د اوبو په مساله کې یاد هېواد ته د زیان رسولو هوډ نه لري او ورسره د ښه نیت له مخې تعامل کوي.

ملاحسن اخوند د ایران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ګاونډيتوب له اصولو سره سم د ښه چلن او له دې هېواد د افغان کډوالو په تدریجي ډول د ایستلو غوښتنه کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « محترم ریيس الوزرا وويل، د اوبو په موضوع کې افغانستان هېڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي. محترم الحاج ملا حسن اخوند د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلن غوښتنه وکړه او وې وويل، د تاريخ په اوږدو کې په لويه پيمانه د اقتصادي مسايلو له مخې له افغانستان څخه ايران ته د ورغلو افغان کډوالو د اخراج مديريت په لنډه موده کې امکان پذيره نه دی او په دې برخه کې يې له ايران د تدريجي اقداماتو غوښتنه وکړه.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي: « په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان مهاجرینو پر وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې وکړې.»

د سیاسي چارو شنونکي د بهرنیو چارو وزیر پر کچه د ایران لوړپوړي چارواکي راتلل، د ډېپلوماټیکو اړیکو د لاپیاوړتیا په موخه د اسلامي امارت لپاره مثبت ګام بولي.

دوی په اوسنیو شرایطو کې چې سرپرست حکومت له نړۍ او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر جوړولو بوخت دی او ورسره په سیمه کې د ایران نفوذ کمېدو ته په کتو، د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا دواړه لورو ته مرسته رسولی شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « افغانستان ته د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چاروز وزیر سید عباس عراقچي سفر د اسلامي امارت لپاره یو ډېر مثبت ګام دی، ترڅو د کابل او تهران ترمنځ د لا ډېرو ډېپلوماټیکو اړیکو لپاره زمینه برابره شي.»   

د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند وايي: « د یوه مسلمان ګاونډي هېواد په توګه له ایران سره د افغانستان اړیکې ډېرې له ارزښت ډکې دي. د ایران، پاکستان او نورو ګاونډیانو سره مخامخ اړیکې نه بدلېدونکې دي.»

افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سفر داسې مهال دی چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني پر مشرۍ لوړ پوړی پلاوی ایران ته تللی و.

نوموړي په دې سفر کې له ګڼو ایراني چارواکو سره په جلا لیدنو کې د دواړه هېوادونو ترمنځ په قضایي برخو کې د همکاریو ټینګښت او غوره تعامل، په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو تامین، په دې هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو د اعدامولو پر ځای بدیلې لارې لټول او د زندانیانو د استرداد په څېر پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې وې.

له دې سفر وروسته سترې محکمې له ایران څخه افغانستان ته د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د راستنولو خبر هم ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist