ننګرهار کې د یو شمیر تولیدي کارخونو مسوولین وايي، شيخ مصري صنعتي پارک کې د ځمکو او برېښنا کموالي له امله اړ دي چې د ښار په منځ کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
د دوی په خبره، په ښار کې د فعاليت له امله چاپېريال زيانمنېږي او نه شي کولې په ډاډه زړه کاروبار وکړي.
صنعتکار نورالحق وايي: « څومره چې اړتیا ده او باید وي، هغسې صنعتي پارک نه لرو؛ ځکه د هغه د سړکونو سیسټم خراب دی، کانالیزاسیون یې بشپړ شوی نه دی او له همدې امله کارخونه لرونکي زړه نه ښه کوي. همدارنګه بله لویه ستونزه د برېښنا ده او هلته کافي برېښنا نه ده رسېدلې.»
یو بل صنعتکار عبد الرشید وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د ښار په هره برخه کې جوړې شوې کارخونې صنعتي پارک ته ولېږدول شي. له دولت غوښتنه کوو چې د دغو کارخونو لپاره د ځای او برېښنا زمینه سازي وکړي.»
جلال اباد ښاریان هم ورته نظر لري او وايي، د ښار په منځ کې د تولیدي کارخونو شتون د هوا ککړتیا زياته کړې او له امله یې خلک په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي.
دوی ټینګار کوي چې ټولې تولیدي کارخونې دې له ښاره لرې یوه مناسب ځای ته ولېږدول شي.
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی ابراهیم شاه وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې کارخونو ته یو مشخص ځای په ګوته کړي، ترڅو دا تولیدي کارخونې او فعالیتونه له ښار لرې شي او ښار کې د هوا د ککړتیا لامل نه شي.»
محلي چارواکي د ستونزو د هواري ژمنه کوي او وايي، د صنعتکارانو د ستونزو حلولو هڅې يې پيل کړې او دغه راز ۲ زره جرېبه اضافي ځمکه ورته ځانګړې شوې چې له قانوني پړاوونو وروسته به صنعتکارانو ته ووېشل شي.
د ننګرهار صنعت او سوداکرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « صنعتي پارکونو ته د ځای په اړه باید وایم چې د صنعتي ساحو قانون د امیرالمؤمنین له خوا توشېح شوی او ډېر ژر به دوی ته د دې قانون او طرزالعمل مطابق ځمکې ووېشل شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « د اقتصادي شورا په تېره جلسه کې د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره ۷۷۷ ترکي شرکت او زوري برېښنا شرکت ژمنه وکړه، ملا برادر هم ورسره ومنله او تصویب شوه چې د دې پارک لپاره به ۲۰ مېګاواټه برېښنا برابروي.»
د مالوماتو له مخې، اوس مهال له ۴۰ ډېرې کارخونې په شيخ مصري صنعتي پارک او د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې پر تولیدي فعالیتونو بوختې دي چې زرګونه کسانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې.