د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير يوځل بيا د سرپرت حکومت له سياسي لیدلوري غږېدلی.
عبدالکبیر په خوست کې د خبرو پرمهال ويلي، سرپرت حکومت له هېودونو سره تعامل ته ژمن دی، خو په خبره يې هېڅ یوه هېواد ته د دې حق نه ورکوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي د هېوادونو له لوري د لاسوهنوخبره نه ده روښانه کړې خو په ټينګار يې ويلي، د هېوادونو لاسوهنې له لارې د افغانستان استقلاليت تر پوښنې لاندې راوستلو اجازه چا ته نه ورکول کېږي.
عبدالکبیر زیاته کړې: « اوس ته په موږ کار مه لره او تعامل ته تیار شه. راشه که د افغانستان په آبادۍ کې سرمایه ګذاري کوې، یوه پروژه خلاصوې، کانونه استخراج کوې، د تېلو استخراج کوې، سړکونه جوړوې؛ نو راولېږه خپل انجینران او کار وکړه، خو په نظام به کار نه لرې. موږ له نړۍ سره بدون له دې چې شریعت موږ ته اجازه راکوي، موږ کشمکش جوړول نه غواړو؛ موږ ته خپل نظام ګران دی او خپل غیرتي مسلمان ملت موږ ته ګران دی.»
په داسې حال کې د هېواد پر کچه لوږه او فقر زیات شوي، د ښځو او نجونو په ګډون لاهم له نيمايي زيات وګړي له تعليم او تحصيل بې برخې کړای شوي دي، مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې سرپرست حکومت په تېرو درېیو کالو کې په سیاسي، تعلیمي او اقتصادي ډګر کې زیات پرمختګ کړی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « نړۍ له افغانستانه دا غواړي چې د افغانستان خاوره زما په ضرر استفاده نه شي. دا تضمین خو اسلامي امارت ټولې نړۍ ته ورکړی، هم ګاونډیانو ته، هم د سیمې هېوادونو ته او هم ټولې نړۍ ته ورکوي چې د افغانستان خاوره د نړۍ په ضرر چا ته اجازه نه شته چې استعمال یې کړي.»
په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، ترهغو چې سرپرست حکومت د افغانانو او نړیوالو مشروع غوښتنې ونه مني، پر رسمیت پېژندل يې سخت کار دی.
دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې نور د افغانستان د ګټو په خاطر له خپل دریځ په شا شي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « خپله د طالبانو له آدرسه او کورنۍ دنده شوې وای چې افغانستان کې لږترلږه یوه لویه جرګه دایره شوې وای، له افغان ولس مشروعیت اخیستل شوی وای، د افغانستان ولس ته یو امید ورکړل شوی وای، نورو ګوندونو، سیاسیونو او مسلکي افغانانو ته یې هم په خپل دولت کې دنده ورکړې وای، داسې یو نظام جوړ وای چې ټولو افغانانو په کې خپل ځان لیدلی، دا کړنې او هغه هوکړه چې دوی له خلیلزاد سره په دوحه کې وکړه، هغه یې عملي کړې نه ده. نو بنا ً، نړۍ او د نړۍ هېوادونه له طالبانو سره د راکړې ورکړې او رسمیت پېژندنې لاره یې نه ده هواره کړې.»
نړيوالې ټولنې په افغانستان کې له ټولو اقشارو جوړ شوی حکومت، د بشري حقونو تأمين، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه، د نورو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدل او يو شمېر نورو موارد د اسلامي امارت د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې او تعامل په بدل کې د شرايطو په توګه وړاندې کړې دي.