• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کاروبار لپاره د غوره طرحو او سالم رقابت نه شتون هلمندي پانګوال زیانمن کړي

د کاروبار لپاره د غوره طرحو او سالم رقابت نه شتون هلمندي پانګوال زیانمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/26

د دروېزه په نوم د هلمند ولایت اوسېدونکی چې ۸ کاله وړاندې یې د یو میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پر مټ چلېدونکې ژرنده فعاله کړې وه، وایي مخکې کار ښه وو او ښه عاید یې ترلاسه کاوه، خو اوس یې کار کم او پیکه شوی دی.

د دروېزه په خبره، د طرحو د نه شتون له امله دغه ولایت کې سلګونه کسانو د ده په شان ژرندې جوړې کړې چې له امله یې نه دی ګټه کولی شي او نه هم هغوی.

ژرنده لرونکی دروېزه وايي: « تر دې وړاندې ښه و، خو اوس زما له ژرندې وروسته ګڼ شمېر نورو کسانو هم ژرندې جوړې کړې او په دې سره یې زما کارونه هم کمزوري کړل او د دوی خپل هم کمزوري دي. افغانستان کې دا دود ګرځېدلی چې یوچا کوم کار پيل کړ، نور هم د هغه په پله راونېږي. دا د دې سبب شوی چې د ټولو کاروبار خراب شي.»

د هلمند یو شمېر نور کاروبارایان هم ورته نیوکه لري.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي هغو کسانو ته چې پیسې لري او غواړي کاروبار پیل کړي، د ټولنې له اړتیا سره سم، طرحې ورکړي او په دې سره نور پانګه وال له زیانمنېدو وژغوري.

د هلمند اوسېدونکی محب الله وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې پانګه والو ته منظمې طرحې برابرې کړي، ترڅو هم دوی زیانمن نه شي او هم یې وطن ته ګټه ورسېږي.»

د هلمند اوسېدونکی عبدالمالک وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې داسې نوې طرحې جوړې کړي چې عام ولس ته اسانتیاوې برابرې شي. باید نوي کارونه ترسره شي ترڅو نوي پرمختګونه وشي.»

د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوولین هم دا ستونزه پرځای ګڼي او وايي، که پانګه وال د طرحو او نوي کاروبار د پیلولو لپاره مشورې ته ورشي، دوی به له اړتیا سره سم د کاروبار طرحې ورکړي او لازمه مرسته به یې وکړي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال روح الله بارک وايي: « هغه کسان چې کاروبار پيلوي، لومړي کوچني کارونه پيل کړي او بیا سره ډېر شي او له تاوان سره مخ شي. که چېرې دوی د کاروبار له پيلولو وړاندې راشي او له موږ مشوره وغواړي، موږه به سمه مشوره ورکړو. هرڅوک چې کاروبار پيلوي، باید د هلمند د سوداګرۍ خونې ته راشي، دلته موږ سره منظم ټیم دی او دوی ته به له اړتیا سره سمه مشوره ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هلمند کې هم پانګونه زیاته شوې او د تولیدي کارخونو شمېر تر١٠٠ اوښتی.

د هلمند د پانګونې خونې مالومات ښيي چې په دې کارخونو کې شاوخوا ٧ زره تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist