د امریکا ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته، ډونالډ ټرمپ په خپله لومړۍ کاري ورځ شاوخوا ۲۰۰ ځانګړي فرمانونه لاسلیک کړل چې په کې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو او کډوالو د روانې پروسې ځنډولو فرمان هم شامل و.
رویټرز خبري آژانس د افغانانو د انتقال پروسې مسوول شاون ون ډایور له قوله لیکلي، د دې فرمان له لاسلیک کېدو سره د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان پناه غوښتونکو د لېږد پروګرام هم چې رسمي کارونه یې پاتی ته رسېدلي او الوتنو ته په تمه و، ځنډېدلي دي.
له دې سره ښايي امریکا ته د افغانانو د لېږد پروګرام څلور میاشتې له ځنډ سره مخ شي.
رویټرز وړاندې لیکلي: « نږدې۱۶۶۰ افغانان چې د امریکا حکومت له لوري یې دغه هېواد کې د مېشتېدنې ټوله پروسه بشپړه شوې وه او له متحده ایالاتو سره د فعالو پوځي کارمندانو کورنۍ هم په کې شاملې دي، د کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډېدو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي فرمان له لاسلیک سره یې امریکا ته الوتنې لغوه شوې دي.»
سپنې ماڼۍ هم ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې امریکا کې د کډوالو د مېشتېدنې پروګرام وځنډاوه چې په وینا یې د کډوالو ګڼ شمېر، دغه هېواد ته ځینې ستونزې راپورته کړې.
سپینې ماڼۍ په دې اړه ویلي: « ولسمشر د کډوالو د مېشتېدنې پروګرام وروسته له هغې وځنډاوه چې حکومت د کډوالو لوی او بې ثباته نفوس ځای پر ځای کېدو ته اړ شو. دغو کډوالو د ټولنو خوندیتوب او سرچینې له ستونزو سره مخ کړې.»
د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې پروګرام له دې احتمالي پرېکړې اندېښنه ښودلې او وايي، دغه پرېکړه به د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
یادې ادارې د امریکا راتلونکي حکومت ته په یوه پرانیستي لیک کې چې څه باندې ۷۰۰ کسانو لاسلیک کړی او په کې پخواني پوځیان او د لومړۍ کرښې ملکي کسان شامل دي، غوښتي چې په دې برخه کې افغانان له نورو جلا وګڼي؛ خو وايي تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د افغانانو د تخلیې اړوند سازمان ویلي: « د کډوالو د پروسې ځنډول به هغه زرګونه افغانان چې د تېرو دوو لسیزو په جګړه کې له موږ سره همکاران وو، له ګواښ سره مخ کړي.»
د افغانانو د تخلیې پروګرام د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امریکا له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې پر تېرو ژمنو عمل وکړي، ځکه په خبره یې دا چاره د مهاجرت ځانګړو وېزو(اېس.آی.وي) او نورو کېسونو لرونکو پناه غوښتونکو ترمنځ وېره پیدا کوي او له سرګردانۍ سره مخ کوي.
د کډوالو د حقونو فعالان وايي، د امریکا حکومت دغه پرېکړه کولی شي هغه افغان پناه غوښتونکي ګڼو ستونزو سره مخ کړي چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کېسونو په تړاو مثبت ځواب ته په تمه دي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرزاق عدیل وايي: « هغه افغانان چې له تېرو درېیو کالو راهیسې د امریکا د حکومت پرېکړو ته په تمه وو، اوس د خپل کېس د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دي. د ټرمپ دولت ښايي دغه کېسونه د غیر فعالو دوسیو په توګه طبقه بندي کړي او له څېړلو یې تېر شي.»
امریکا داسې مهال دغه هېواد ته د پناهغوښتونکو د لېږد پروګرام ځنډولی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله زرګونه افغانان چې خبریالان، د مدني او بشري حقونو فعالان او د تېر نظام ځینې کارکوونکي هم په کې شامل دي، له اوږدې مودې راهیسې داسې مهال په پاکستان کې خپلو کېسونو ته په تمه دي چې هلته هم د دې هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو له لوري ورسره ناوړه وضعیت دوام لري.