د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز څه باندې ۱۲۰۰ ورځې پوره شوې.
دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخ ده؛ داسې حال چې پر دې پرېکړې نيوکه کوونکو کې خپله ځينې حکومتي چارواکي هم شامل دي.
دوه ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي هم د نجونو پر زده کړو بنديز ناعادلانه، ناسم او د ۲۰ میلیونو افغان نجونو او ښځو له حقونو یې سرغړونه بللې وه.
هغه زیاته کړې:«موږ د ۴۰ میلیونه نفوس له ډلې، ۲۰ میلیونه تنو سره بې عدالتي کوو؛ آیا موږ به د قیامت په ورځ داسې راپورته نه شو چې ټول به فلج یو؟ موږ د دوی ټول حقوق ترې تلف کړي، د میراث حق نه شته، د مېړه د تعیین حق نه شته، په بدو کې یې ورکوو، تعلیم ته یې نه پرېږدو، مسجد ته یې نه پرېږدو، د پوهنتون او مکتب دروازې پرې بندې دي، مدرسو ته یې هم نه پرېږدو. موږ چې په کومه لار روان یو، دا زموږ د طبیعت خبره ده نه د شریعت.»
ستانکزي او ځينې نورو حکومتي چارواکو وړاندې هم د نجونو د تعليم په ملاتړ څرګندونې کړې، خو وروستۍ څرګندونې يې خورا مخامخ او توندې وې چې پراخ هرکلی يې شوی.
له زده کړو او ښوونځیو یو شمېر بې برخې شوې نجونې وايي، دوی هيله منې دي چې سرپرست حکومت به په دې ډول څرګندونو عملي اقدام وکړي او ښوونځي به يې پر مخ پرانيزي.
زده کړیاله فاطمه وايي: « نوی تعلیمي کال مخ په پیل کېدو دی. زه د حکومت له چارواکو غوښتنه کوم چې موږ ته هم د زده کړو اجازه راکړي. د اسلامي امارت ځینې چارواکي وايي ، نجونې د زده کړو حق لري او باید پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي. زه له چارواکو غوښتنه کوم چې ټول په یوه نظر اوسي او موږ ته د زده کړو اجازه راکړي.»
یوه بله زده کړیاله رڼا صفدري وايي: « د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د تړل کېدو پر نجونو او ښځو ډېر ناوړه اغېز کړی. دا کار به لا ډېرې منفي اغېزې ولري، خو د وړاندوینې او اټکل وړ نه دي. د اسلامي امارت له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې دا به ډېره ښه وي چې د افغانستان ښځې او نجونې هم وکولی شي د حکومت تر سیوري لاندې دوی ته هم د زده کړو او ځلېدو زمینه برابره شي.»
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ستانکزي وروستۍ څرګندونې د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګ ياد کړی او غږ يې کړی چې د سرپرست حکومت نور چارواکي دې هم د نجونو د زده کړو په اړه غږ پورته کړي.
خلیلزاد ویلي: «لومړی د نجونو د تعلیم په اړه اسلامي نړیوال کنفرانس خورا مهم سند خپور کړ چې په کې ویل شوي، اسلام کې نجونې په هره کچه د نارینه وو په څیر د زده کړو حق لري. دویم د طالبانو یوه مهم مشر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، ښاغلي ستانکزي چې د امریکا او طالبانو تر منځ یې مذاکراتو کې مهم رول لوبولی خبرې دي. هغه د طالبانو د مشرتابه له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز ظالمانه، غیرعادلانه، ناسم او د ۲۰ میلیونو افغان نجونو او ښځو له حقونو سرغړونه بللې.»
د اسلامي امارت ډېری چارواکي هم په ظاهره د نجونو لپاره زده کړې مهمې بولي او پرې د لګېدلو بنديزونو لرې کېدل غواړي. خو پوښتنه دا ده چې دا کار ولې نه کېږي؟
د پوهنتون استاد شهسوار سنګروال وايي: « هغه ډلګۍ چې نه غواړي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانیستل شي، هغوی ته په کار ده چې ژر ترژره د همدې پلمې له مخې ټاکل شوې یوه یا دوه میاشتې وروسته نوی ښوونیز کال پیل شي، په کار ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانیستل شي.»
د ښځو د حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي: « پر همدې اساس موږ له هغو دیني علماوو چې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي، غوښتنه کوو چې خپل غږ لا اوچت کړي، ترڅو د نجونو د زه کړو په تړاو ناسم تفسیرونه له منځه لاړ شي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په پای کې پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ وتړل شول. همدا شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د نیمه عالي لوړو زده کړو طبي انسټیټیوټونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړل شوې.
سرپرست حکومت چې په پيل کې يې دا پرېکړې لنډمهالې بللې وې اوس وايي، لا هم د حل لارو پر موندلو کار روان دی.