د افغانستان لپاره د ناروې کډوالو شورا رئیس یان ایګلنډ چې د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۳۰ مه) افغانستان ته راغلی، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان د راستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت یې ژوره اندېښنه وښوده او وویل، پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو پر زور ایستلو او ځورولو ته ادامه ورکوي او نړیوالو هم دغه بحران له پامه غورځولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که له جګړې وروسته نړیوالو افغانستان یوازې نه وای پرېښی، اوس به افغانانو ټولنیز او اقتصادي حالت ښه و.
هغه زیاته کړې، پاکستان ۴۰ کاله د ۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه و، خو کومې ژمنې چې غربي هېوادونو د افغان کډوالو د انتقال په اړه کړې وې، عملي نه شوې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزير په دې اړه وايي:« موږ ۴۰ کاله څه باندې ۴ میلیونه افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې ده. د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان سره بشري مرستې خورا لږې دي. تېر کال یې د ځانګړې شوې بودیجې له برخې یوازې ۳۷.۵ سلنه چمتو کړې وه.»
موده وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و چې له خپلې خاورې به ټول قانوني او غیرقانوني کډوال وباسي.
د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، پاکستان هڅه کوي د خپلو سیاسي موخو لپاره له افغان کډوالو د فشار په توګه ګټه پورته کړي.
د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « افغانستان او نړیوال شاهدان دي چې د پاکستان هېواد له جوړېدو راهیسې د افغانستان پر وړاندې خصمانه پالیسي کارولې ده او هېڅکله یې د ستونزو او کړکېچونو د هوارولو لپاره له دېپلوماسۍ او سیاست کار نه دی اخیستی، پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی او تل یې هغه افغان کډوالو د فشار د وسیلې په توګه کارولي چې دوی یې د کوربه توب په بهانه له ملګرو ملتونو میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي. که څه هم افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي، خو دغه مرستې هېڅلکه د افغان کډوالو لاس ته نه دي ورغلې. پاکستان په تېرو دوو کالو کې پر افغان مهاجرانو زیات فشارونه راوړي او غواړي له دې ستونزې د فشار د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان تل د افغان کډوالو په نوم میلیونونه ډالر اخیستي، خو بیا یې هم د افغان حکومتونو پر وړاندې د فشار په توګه کارولي دي.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « پر مهاجرینو او پاکستان ته د درملنې لپاره ورغلیو کسانو د فشار زیاتولو اصلي موخه دا ده چې د پاکستان حکومت غواړي د افغانستان په اوسني حکومت سیستماتیک فشار وارد کړي. زه هیله لرم د بشري حقونو بنسټونه او د کډوالو ملاتړې ادارې پاکستان ته وریاده کړو چې د کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن پاتې شي. له بلې خوا، که غواړي له افغانستان سره تعامل ولري، دغه تعامل باید د دواړو خواوو د ملي ګټو خوندي کېدو پر محور وي.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېر کې د دې هېواد پولیسو له خوا ګڼ شمېر افغان کډوال نیول شوي او بیا پر زور افغانستان ته اړول شوي یاهم بندخونو ته اچول شوې دي.