Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د ښار له ګڼه ګوڼې او غږیزې ککړتیا شکایت کوي

کابل ښاریان د ښار له ګڼه ګوڼې او غږیزې ککړتیا شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

غږیزه ککړتیا د هوا د ککړتیا په څېر یوه لویه ننګونه ده چې خلک ورسره مخ دي.

په ښارونو کې ګڼه ګوڼه، ټرانسپورټي بې ‌نظمي، د موټرو هارنونه او د پلورونکولاوډ سپیکرونو لوړ اوازونه په ښار کې د غږیزې ککړتیا لامل شوي دي.

کابل ښار چې شاوخوا ۸ میلیونه وګړي په کې ژوند کوي، شور او ځوږ په کې د یو شمېر ښاریانو ژوند سخت کړی او له غږیزې ککړتیا په شکایت دي.

دوی وايي، ژوند یې نا آرامه دی او له دې امله زیاتو خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.

دغه راز دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په دې تړاو جدي ګامونه پورته کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « دا ګڼه ګوڼه، هارنونه او نور د ځای نه لرلو له امله دي. دلته سړکونه کوچني او پلورونکي مناسب ځای نه لري، دولت باید د دې غمه وخوري او سړکونه لوی کړي. په دې سره به ټرافیک، ډرېوران او خلک ټول له ستونزو خلاص شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « دا په لوډسپیکرو کې چغې وهل ډېر ناسم دود دی. تاسو پوهېږئ چې په مسکوني، روغتیايي او تعلیمي ساحو کې د هارن ممنوعیت د ټرافیکو په قانون کې شته، خو څوک یې نه عملي کوي. هر پلورونکی د خپلو توکو پلورلو لپاره چغې وهي.»

هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري او د میلیونونو نورو د اوریدلو حس او توان کمېږي.

ډاکټران هم تاییدوي چې د هغو سیمو اوسېدونکي کافي خوب او آرامښت نه لري چې غږیزه ککړتیا په ‌کې ډېره وي.

 د ډاکټرانو په خبره، دا ستونزه په اوږدمهال کې انسان پر رواني ناروغیو اخته کولی شي.

د داخله او رواني ناروغیو متخصص ډاکټر قاضي زاده وايي: « دا کار فوق العاده منفي اغېز لري. کله چې یو څوک ناڅاپي لوړ امواج اوري، په لومړي سر کې د غوږونو د پردو لپاره ستونزه جوړوي او بیا دماغ ته صوتي زېګنالونه لېږدوي او هلته په دماغ کې یو شمېر هورمونونه په غیر ارادي توګه ترشح کېږي.»

ورته مهال، د کابل ښاروالۍ مسوولین هم ستونزه مني او وايي، په دې برخه کې يې خپل سیار یا ګرځند ټيمونه جوړ کړي او په ښار کې منظمې ګزمې لري.

دوی د کابل ښار له اوسېدونکو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « کابل ښاروالي په ټول ښار کې ګرځند ګزمې لري او په ورته حال کې له ټولو متخلفو کسانو سره قانوني چلن کېږي. کابل ښاوالي له هغو ټولو شرکتونو سره چې اکثریت یې د غږیزې ککړتیا عوامل دي، منظمې جلسې لري. له خلکو هم زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.»

له کابله وروسته د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو په ښارونو کې هم ښاریان له غږیزې ککړتیا او ښاري بې نظمۍ شکایتونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist