• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له کمېدو شکایت کوي

کابل ښاریان د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له کمېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

اوبه د ژوند لپاره مهمه سرچینه او د ورځنیو چارو مخکې وړلو لپاره اړینه وسیله ده، خو دا مهال دغه مهمه سرچینه په وچېدو او دا اړینه وسیله د خلکو له لاسه په وتو ده.

که څه هم دا مهال ټول افغانستان له اوږدمهاله وچکالۍ سره لاس په ګرېوان دی، خو دا ستونزه د کابل ګڼ نفوسه ښار لپاره په لوی سرخوږي بدله شوې او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. 

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عرفان الله وايي: « له اوبو سره خلک ډېر په عذاب دي. د اوبو دغه نل ته هره ورځ ډېر کسان راځي او خپلو کورونو ته اوبه وړي. د اوبو فشار کم دی، خو بیروبار زیات دی. له دې امله ډېرې ستونزې لرو.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي نجیب الله وايي: « په ډېرو ستونزو اوبه وړو. زه د خپلې اړتیا وړ اوبه په شا تر کوره وړم. برېښنا لرو، خو اوبه نه لرو او ډېر کله د اوبو نوبت هم نه را رسېږي.»

د کابل ښار اوسېدونکی ګل علم وايي:« دلته له سهاره د  ماښام پورې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ بوشکې راټولېږي. زه دا بوشکې په نوبت اېږدم او په ترتیب سره یې له ۴ بجو وروسته ډکوم. د شپې تر نهو بجو پورې خلک له دې ځایه اوبه وړي. اوبه کمې دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»

د کور کارونو او مدرسې د تګ ترڅنګ، ۱۱ کلنه عایشه خپل کور ته د اوبو راوړلو دنده هم پر غاړه لري.

عایشه اړه ده چې هره ورځ څو ځلې سلګونه مټره لار ووهي او خپل کورته اوبه یوسي.

هغه په دې اړه وايي: « موږ په کور کې اوبه نه لرو، زه هر وخت راځم او د علي ملنګ له دې چینې اوبه وړم. خلک زیات دي خو اوبه کمې دي او له دې امله مشکلات هم زیات دي.»

په همدې حال کې، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونېسف) هم په افغانستان کې د اوبو د کمښت په تړاو اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د دې ادارې استازي ویلي، د اوبو کمښت ناروین د افغان ماشومانو ژوند ته خطر پېښ کړی.

د افغانستان لپاره د يونیسف استازی ډاکټر تاج ‌الدین ایواله وايي: « د اوبو بحران لاهم په افغانستان د ماشومانو ژوند ګواښي او له پامه نه شي غورځېدلی. موږ د خپلو مرسته کوونکو او شريکانو په ملاتړ په تېر ۲۰۲۴ کال کې یو میلیون تنه افغان ماشومانو ته مرستې رسولې دي.  دغه راز، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې هم خپلو مرستو ته ادامه ورکوو.»

په ورته مهال، ځینې چارواکي هم په کابل ښار کې د اوبو د کمښت له امله اندېښمن دي او وايي، که له نږدې ولایتونو پلازمېنې ته اوبو را انتقال نه شي، ژوند کول به په کې ستونزمن وي.

بله خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت بیا وايي، کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره د پنجشېر سیند اوبه کابل ته را لېږدوي.

د دې وزارت سرپرست وايي د پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې او یوازې د مشرتابه له لوري د بودیجې منظورۍ ته په تمه دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور وايي: « اسلامي امارت د کابل خلکو د اوبو ستونزې هوارولو لپاره یو پروګرام پيل کړی چې د پنجشېر سیند اوبه کابل ته راولي. په دې پروژه زموږ د وزارت انجینرانو کار کړی، د نل لیکې ډیزاین شوی، سروې او تخنیکي مطالعات یې بشپړ شوي. په دې باندې چې کومه بودیجه مصرفېږي، موږ هر یوه پانګوال ته وړاندې کړې او ورته ویلي مو دي چې څه پانګونه تاسو وکړئ او څه به اسلامي امارت وکړي. اوس یې تخنیکي کار خلاص شوی او د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی، ترڅو منظوري راکړي چې څومره بودیجه موږ ته راکول کېږي. له دې وروسته به یې عملي کارونه پيل شي.»

د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي: « موږ نن ورځ د کابل په ښار کې چې د افغانستان زړه او پایتخت دی، د اوبو له کمښت سره مخ یو. که موږ دا څو بندونه چې د کابل په شاوخوا کې دي او د پنجشېر د سیند اوبه مهار نه کړو او کابل ته یې را نه وړو، شاید کال بل کال ته له جدي ستونزو سره مخ شو.»

د اقلیم بدلون چې له امله یې وچکالي او موسمي بې نظمۍ رامنځته شوي دي، نه یوازې کابل بلکې په ټول هېواد کې د اوبو سطحه ټیټه کړې او ورسره د خلکو ژوند هم سخت شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist