روسیه او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې په ظاهره له سرپرست حکومت سره ښې اړیکي لري او په دې وروستیو کې یې له کابل سره د تعاملاتو په کچه کې هم د پام وړ بدلون راغلی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسيي سیال ولاديمیر پوتین سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې کړې دي.
د ایراني رسنيو د راپور له مخې، لیدنه کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د منځني ختیځ او قفقاز په مسایلو د بحث ترڅنګ، د افغانستان پر سولې هم خبرې شوې.
د سیاسي چارو شنونکي په دې نظر دي چې اوس مهال افغانستان د سولې او ثبات خاوند دی او که د سيمې هېوادونه له افغانستان سره پیاوړې اړيکې غواړي، اړينه ده چې داخلي چارو کې د لاسوهنې پرځای د تعامل تګلاره غوره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دوی به هېڅکله زموږ د هېواد په اړه ښه نیت ونه لري. که چېرې دوی د افغانستان په اړه ښه نیت درلودلی، نو د افغانستان اوسنی حکومت به یې پر رسمیت پېژندلی وای. موږ باید له دې وروسته په دغو هېوادونو باور ونه کړو او نه هم خپل وخت ضایع کړو. موږ ته په کار ده چې خپل هېواد او ولس ته متوجه شو، نه پردیو هېوادونو ته یا دا چې پردي هېوادونه څه کوي.»
خو ځینې نور بیا ورته لیدنې د افغانستان پر ګټه بولي او وايي، هر هغه هېواد چې د افغانستان د روانې کشالې په اړه بحث او خبري کوي، ښايي د یو شمېر ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان داسې هېواد دی چې په دې سیمه کې ځانګړی ارزښت لري. ایران او روسیې ته ځکه مهم دی چې افغانستان هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ ځانګړی موقعیت لري. د ایران ولسمشر له دې وړاندې د تاجکستان له ولسمشر سره خبرو کې هم دا ډول څرګندونې وکړې. زه فکر کوم دوی غواړي په سیمه کې خپل سیاسي متحدان زیات کړي.»
د سرپرست حکومت چارواکو د روسيې او ایران د ولسمشرانو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يي په کراتو ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او ډاډ يې ورکړی چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.