له تېرو څو لسیزو راهیسې د کونړ سیند اوبه له يوه منظم حقوقي چوکاټ پرته پاکستان ته بهیږي او دغه هېواد ترې پر کرنې سربېره د برېښنا په توليد کې ګټه اخلي.
تازه پر دې سيند د بند جوړولو په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور له شمشاد سره په مرکه کې ویلي، د کونړ سينديزې حوزې د اوبو مهارولو په اړه تخنيکي سروې او کارونه بشپړ شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې د عملي چارو د پیل قراداد له يوه بهرني شرکت سره لاسليک شي.
د منصور په خبره، د دې بند له جوړولو سره به د ګمبیري دښتې ۳۴ زره هکټاره شاړه ځمکه خړوبه او ۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید شي.
منصور زیاتوي: « غالبا ً د اقتصاد کمېسیون په تېر مجلس کې د ګمبیري دښتې په تړاو بحث وشو، یوه هر اړخیزه کمېټه ورته وټاکل شوه او د ملي پراختیا شرکت دې ته چمتو دی چې قرارداد یې لاسلیک کړي. که خدای کول چې منظوري راشي، کارونه به یې پیل شي. همدارنګه موږ د کونړ پر سیند باندې د بند جوړولو په اړه له یوه شرکت سره تفاهم ته نږدې شوي یو او په لږ وخت کې به یې انشاالله قرارداد لاسلیک شي او عملي کارونه به یې پيل شي.»
منصور وايي، د دې ستر بند د جوړلو د تمويل لپاره ملاتړ ته اړتیا نه شته او هڅه کېږي چې له خپلو داخلي سرچینونو پر ګټه اخیستنې سره د کونړ پر سینديزې حوزې سربېره د ټولو حوزو اوبه مهار کړي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست خبر دادری ورکوي چې د دې سترې پروژې د تطبیق په برخه کې له کوم هېواده، اجازې اخیستلو ته اړتيا نه لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاتوي: « موږ خپل تعهد او خبرې ثابتول غواړو، موږ غواړو له خپلو اوبو ګټه واخلو. ښايي له ځینو سره دا اندېښنه وي چې په دې سره به ګاونډیو ته زیان ورسېږي؛ ځکه زموږ اوبه هلته بهېږي، موږ ورته قناعت ورکولی شوی چې دا چاته زیان نه رسوي. موږ دا هم کولی شو چې کله دلته زر مېګاواټه برېښنا تولید کړو، ګاونډیو ته یې صادرولی شو؛ نو دوی ته زموږ د بندونو ګټه رسېږي نه تاوان.»
منصور په دې مرکه کې څرګنده کړې چې نړیوالو بندیزونو او د اسلامي امارت سياسي انزوا د دوی پر کارونو منفي اغېز کړی او د لسګونه نړیوالو نیمه کاره پروژو د بشپړېدو مخه نېولې ده.
سرپرست وزیر دغه راز له نړيوالې ټولنې غواړي چې د نيمه کاره پروژو چارې دې نه سياسي کوي.
منصور په دې اړه وايي: « ځینې داسې پروژې وې چې د بهرنیو تمویلوونکو موسسو له خوا پیل شوې وې، ځینې یې د آسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک یا د د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارو د اوبو او برېښنا یو شمېر پروژې تمویلولې؛ خو له دې پروژو په شا شول او دا پروژې نیمګړې پاتې شوې. موږ په پرله پسې توګه له دغو موسسو سره په اړیکه کې یو او ورته ویلي مو دي چې دا موضوع سیاسي نه کړي، بلکې دا بشري موضوع او د خلکو اړتیا ده، راشئ خپلې پروژې بشپړې کړئ.»
د اوبو او انرژۍ سرپرست د دې مرکې په یوه برخه کې وایي، د هېواد د کورنیو اوبو مدیریت د افغانانو اساسي حق دی او د مدیریت لپاره یې په هېواد کې لویو مالي مرستندویانو ته اړتیا ده.
نوموړی پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې زياتوي، کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږدولو پروژې تخنیکي چارې هم بشپړې شوې او د اسلامي امارت د رهبر له تایید وروسته به يې عملي چارې پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: « له پنجشیر کابل ته د اوبو لېږدولو پروژې باندې چې کومه بودیجه مصرفېږي، موږ هر یوه پانګوال ته وړاندې کړې او ورته ویلي مو دي چې څه پانګونه تاسو وکړئ او څه به اسلامي امارت وکړي. اوس یې تخنیکي کار خلاص شوی او د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی، ترڅو منظوري راکړي چې څومره بودیجه موږ ته راکول کېږي. له دې وروسته به یې عملي کارونه پيل شي.»
عبداللطیف منصور له شمشاد سره د مرکې په دوام، په هېواد کې د اوبو مدیریت په تړاو د سرپرست حکومت هڅو او د قوشتېپې کانال جوړولو وروسته راپورته شويو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، افغانستان د خپلو اوبیزو سرچينو په استفادې سره هېڅ هېواد ته زیان نه رسوي.