له تېرو څه باندې درېيو کالو راهیسې نړيوالې ټولنې د افغانستان بد بشري وضعيت د کنټرول لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسونکو ادارو سره میلياردونه ډالره مرسته کړې.
خو له دې سربېره لا هم په دې هېواد کې د اړمنو افغانانو شمېر کم شوی نه دی او دا حالت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.
د بشري حقونو څار سازمان په تازه خپور کړي راپور کې د افغانانو پر بشري وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې ميلیونه افغانان لاهم په افغانستان کې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې بشري وضعيت لا پسې خراب شوی او دې هېواد کې اقتصادي بحران ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي.»
بله خوا ډیلي مېل ورځپاڼې د امریکا لاورنس تخنیکي پوهنتون څېړنه خپره کړې چې په کې راغلي، افغانستان کې لاهم په سلو کې ۹۰ تنه د خوراکي توکو د کمبود ترڅنګ له روغتیايي او روانې نا امنیو سره مخ دي.
ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکي بیا وايي، د کار نه شتوالي يې اقتصادي وضعيت ننګولی او نه شي کولی چې په ورځني ډول د خپلې کورنۍ اساسي اړتياوې پوره کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « دولت باید د خلکو غم وخوري. که خبره د لسو یا شلو کسو وي، له هرې لارې کېدای شي، خو دلته د ولس خبره ده. نن خلک اوبه او خواړه نه لري، بېکاره او پرېښانه دي. دولت ته هغه وخت دولت ویل کېدای شي چې د خپل ولس غم وخوري.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « افغانستان کې بېکاري ده، خلک وږي او محتاج دي. وګوره دا ځوانان له لاس ګاډو سره ولاړ دي، خو کار نه شته. مسوولین باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دا ځوانان د افغانستان راتلونکې سرمایه ده، خو ګوره له ټولو کراچي وانان جوړ شوي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی هم ورته نظر لري: « د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی. اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ښکته روان دی، نړیوالې مرستې په کمېدو دي. که څه هم ژمی هر ځای ستونزې وي، خو د افغانستان خلک تر نورو زیات محتاج دي.»
د اقتصادي چارو کارپوهانو په باور، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې د لنډ مهال لپاره اغېزناکې، خو په اوږدمهال کې نه دي.
دوی واړندیز کوي چې پر بهرنيو مرستو د تکيه کولو پر ځاې دې سرپرست حکومت خلکو ته د کار موندنې په موخه بنسټيزې پروژې پیل کړي.
د اقتصادې چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « په دې کې شک نه شته چې نړیوالو مرستو په مختلفو وختونو او حالتونو کې د افغانستان اقتصاد له رکود ژغورلی او په ډېرو حالتو کې یې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز کړی، خو که نړیوالې مرستې په مجموعي توګه و ارزوو، ښکاره کېږي چې نړیوالې مرستې په یوازې ځان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره بسنه نه کوي. اړینه ده چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، په نورو لارو هم تمرکز وشي.»
د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې په وار وار د اقتصادې بحران د مخنیوي ډاډ ورکړی او له خلکو يي غوښتي چې هېواد کې پاتې شي او بهرنیو هېوادونه ته دې په غیر قانوني توګه نه ځي.
خو له دې ډاډ سربېره هم میليونه افغان وګړي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.