Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن: افغانستان کې د جګړې ختمولو سره مې د امریکايي پوځیانو ژوند خوندي کړ

بایډن: افغانستان کې د جګړې ختمولو سره مې د امریکايي پوځیانو ژوند خوندي کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/15

د امریکا ۴۶ ولسمشر جوبایډن دا مهال د خپلې ولسمشریزې دورې وروستۍ ورځې تجربه کوي.

ټاکل شوې بایډن خپله څوکۍ تر راتلونکې یوې اوونۍ نوې ټاکل شوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپاري. بایډن د جنورۍ پر ۱۴ مه سپینه ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې بهرنۍ پالیسۍ د لاسته راوړنو په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړ.

بایډن په افغانستان کې د ۲۰ کلنې پوځي ښکېلتیا ختمول د خپلې بهرنۍ تګلارې لویه لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل، افغانستان کې د پوځي حضور پرمهال د القاعده شبکې ګواښ له منځه وړل شوی او راتلونکي ولسمشر ته یې د امریکا د تاریخ اوږدې جګړې د دوام میراث نه دی پرېښی.

هغه زیاته کړې:« نن د امریکا خلکو ته ویلی شم چې زه په وروستیو لسیزو کې د امریکا لومړی ولسمشر یم چې د افغانستان جګړه بل ولسمشر ته نه سپارم. د اوباما د ادارې په موده کې موږ د جګړې د لومړنيو اهدافو په توګه د اسامه بن لادن مساله ختمه کړه. زه باور لرم چې په راتلونکي کې د القاعدې ګواښ نور له افغانستانه نه راپورته کېږي، بلکې د دې ګواښ د راپورته کېدا احتمال له نورو ځایونو دی.»

د امریکا ولسمشر دغه راز وايي، د انتخاب له مخې نه دا چې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه و، بلکې دا يې هم نه غوښتل چې له دې کار سره د روسیې او چین په څېر خپل لوی سیالان خوشحاله کړي.

جو بایډن په افغانستان کې د وژل شویو پوځیانو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې د وتلو پرېکړې سره د لازیاتو پوځیانو وژل کېدو مخه نیول شوې.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: « د جګړې او د خپل حضور له پای ته رسولو سره موږ په دې بریالي شوو چې خپل ځواک او سرچینې پر نویو بېړنیو ننګونو ورټول کړو. زه تاسو ته ویلی شم چې له پوتین او شي‌ جېن پینګ سره په خبرو کې به هېڅ داسې څه زموږ سیالان تر دې ډېر نه خوشحالول چې موږ د یوې بلې لسیزې لپاره په افغانستان کې ښکېل وویني. همدې لپاره د جګړې پای ته رسول تر ټول ښه ګام و او زه باور لرم چې تاریخ به یې یاد ساتي.»

د سیاسی چارو کارپوهان د بایډن د څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یو شمېر جو بایډن یو مات شوی ولسمشر بولي او په خبره يې پر پوځيانو يې د جګړې په ډګر کې د فشار توجيه کولو لپاره د وتلو پرېکړه عملي کړه او په دې توګه يې نه یوازې په سیمه، بلکې پر نړیواله کچه د امریکا حیثیت زيانمن کړ.

د پوهنتون استاد فېض‌محمد ځلاند وايي: « د امریکا ۲۰ کلنه جګړه له ناورین، وحشت او دهشت ډکه وه. دوی یوه شرمېدونکې نظامي ماتې وخوړه او له دې ماتې د تېښتې لپاره د بایډن څرګندونې د یوه شکست خوړلي ولسمشر خبرې دي. دی نه غواړي چې په یوه لنډ تاریخ کې د یوه مات شوي ولسمشر په توګه یاد شي. د دوی نظامي وتل په اصل کې د دوی نظامي ماتې وه.»

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « امریکايي ځواکونه باید له افغانستان وتلي وای، ځکه افغانستان یو مستقیل هېواد و او د ۲۰ کالو په اوږدو کې امریکایانو هلته بلواکي وچلوله. دا د ښکېلاک یوه دوره وه، ځکه دغه دوره کې امریکایانو له افغان لوري د سلا او مشورې نه اخیستلو په لاره باندې افغانان بندیان کړل، وې وژل، وې ځورول او په کورونو یې ورننوتل.»

ځینې نور بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غیرمسوولانه بولي او وايي، له امله یې امریکايي سیاستوالو هم پر بايډن نيوکې کړې دي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « په امریکا کې پر جو بایډن باندې ډېرې سختې نیوکې دي، سنا یا د استازو جرګه په وار وار باندې هغه اسناد چې د وتلو په تړاو باندې موجود دي، د دې هېواد له بهرنیو چارو وزارت غواړي او په تړاو یې جوبایډن تر سختو انتقادونو لاندې دی.»

په افغانستان کې د ۲۰ کلن حضور پرمهال یوازې د امریکا ۲ زره ۴۶۱ سرتېري ووژل شول او ترڅنګ يې د ناټو غړیو هېوادونو سلګونه سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د امریکا پر مشرۍ بهرني ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له اسلامي امارت سره د یوې هوکړې په پایله کې له فغانستانه ووتل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist