د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی متحده عربي اماراتو ته رسېدلی.
بهرنیو وزارت د دې سفر موخه د اماراتو هېواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او دغه راز د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، تللی پلاوی به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې ولري.
د بهرنیو چار وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی. په پام کې ده چې د دې سفر په لړ کې به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دواړو خواوو د لېوالتیا وړ پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې ولري.»
کارپوهان بیا دا سفر یو مهم ګام بولي او وايي، له متحده عربي اماراتو سره د سیاسي اړیکو ټینګښت افغانستان رسميت پېژندنې ته نږدې کوي.
دوي په دې باور دي چې متحده عربي امارات د مهمو سیاسي هېوادونو له ډلې دی او دغه سفر کولی شي د افغانستان سیاسي انسداد مات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د وزارت خارجې سرپرست ښاغلی متقي او د ده د پلاوي لیده کاته د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره چې متحده عربي امارات هم له اقتصادي لحاظه، د سوداګرۍ له لحاظه د افغانستان لپاره ډېر مؤثر او مفید واقع کېږي او له سیاسي اړخه؛ ځکه یو با نفوذه هېواد دی، د سي سي او ګلف هېوادونو په منځ کې راځي او د نړۍ ډېرې اړیکې هم ورسره دي. له دې طریقه کېدای شي چې نړیوال هم دېته وهڅول شي چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او هلته زمینه د رسمیت پېژندلو تعامل ته مساعده کړي. نو دا ډېر ښه اقدام ده چې دا دریچه موږ سره راوازه شي او روابط جوړ شي.»
د چارو شنونکی حکمتالله حکمت وايي: « متحده عربي امارات د افغانستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې ډېر مهم هېواد ځکه دی چې زموږ اقتصادي، ټرانزیټ او ډیپلوماټیکې اړیکې له همدې لارې څخه له نړۍ سره مخ په غوړښت دي. د ښاغلي متقي سفر په حقیقت کې یو بریالی ګام دی چې د دغو اړیکو د پراختیا لپاره، د سیمې سره د اړیکو د ښه والي لپاره په حقیقت کې د یوې پیلامې په توګه کېدای شي چې د سیمې نور هېوادونه هم له افغانستان سره د تعامل، د اقتصادي اړیکو، د افغانانو د تګ او راتګ او په نورو مسایلو باندې تر بحث وروسته نتیجې ته ورسېږي.»
ځینې نور بیا متحده عربي امارات له اقتصادي پلوه ځواکمن هېواد ګڼي او زیاتوي چې د کابل او ابوظبي ترمنځ اړیکې به د سرپرست حکومت د اقتصادي او سوداګریز تعامل لمن نوره هم پراخه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د دولت روابط ځکه تر بل هر وخت ډېر مهم دي چې متحده عربي امارات هم په سیاسي لحاظ خپل اهمیت لري او هم په اقتصادي لحاظ او د تجارت په هکله هم ښه شهرت لري. زه دا سفر نېک بولم او باید په آینده کې هم ترسره شي.»
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د ټولنې ریيس عزت الله نیازی وايي: « دغسې سفرونه په داسې حالاتو کې د افغانانو لپاره او د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره ډېر مهم او ګټور دي. دا سفرونه او اړیکې به وکولی شي د سرپرست حکومت ډیپلوماټیکې اړیکې له هېوادونو سره، هغه تعامل چې له هېوادونو سره یې لري، د دغو اړیکو ساحه به لا پسې پراخه کړي. متحده عربي امارات تل له افغانانو سره په سختو حالاتو کې څنګ په څنګ ولاړ دي.»
سره له دې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو کابل بیا هم له ګڼ شمېر هېوادونو سره تعامل لري او ډیپلوماټان یې تګ راتګ کوي. د نړیوالو حقوقو پربنسټ، دا ډول اړیکې خاموشه رسمیت پېژندنه ګڼل کېږي.