Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رانا ثناالله: پاکستان د افغانستان خاوره کې د عملیاتو حق لري

رانا ثناالله: پاکستان د افغانستان خاوره کې د عملیاتو حق لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ وروستۍ څپې وروسته له هغې زور واخیست چې پاکستان د تېر ډسمبر پر ۲۴مه د پکتیکا ولایت په برمل کې هوايي بریدونه وکړل. په دې برید کې شاوخوا ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

سرپرست حکومت دا بریدونه وغندل او د افغانستتان پر حریم یې ښکاره تیری وباله. د ملي دفاع وزارت وویل، د پاکستانی د برید په ځواب کې یې د ډېورند فرضي کرښې هاغاړه ځینې اهداف پر نښه کړل.

تازه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله د یوې مرکې پرمهال د پاکستان له هوايي برید ننګه کړې او وايي، پاکستان له ځانه د دفاع او ساتنې په موخه پر افغانستان د دې ډول بریدونو حق لري.

هغه زیاته کړې: « ترکومه چې د کرښې پورې غاړې پورې تړلې خبره ده، هغه دا ده چې د نړیوالو اصولو له مخې که له کوم ځایه تاسو ته د ګواښ پېښېدو خطر موجود وي او یا له هغه ځایه نښې نښانې او چمتووالی ولیدل شي؛ نو دا ستاسو حق دی چې د ځان د ساتنې او حفاظت لپاره یې پر وړاندې اقدامات ترسره کړی.»

ثناالله دغه راز ویلي، د پاکستان پوځ به د ډېورند فرضي کرښې دواړه غاړې ته ټول هغه ګواښونه له منځ یوسي چې په وینا یې د دې هېواد امنیت ته خظر پېښوي.

 له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په یوې غونډه کې دغه برید غاښ ماتوونکی ځواب بللی و.

پاکستان تل ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالي له افغانستانه د ډېورند فرضي کرښې هاغاړه پر پاکستاني اهدافو د بریدونو لپاره وراوړي؛ هغه ادعا چې اسلامي امارت تل رد کړې او وايي، په راتلونکي کې به پر افغانستان د پاکستان پوځي تېري ته سخت ځواب ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی وايي: « مشکل هرڅه چې دی په خپل ملک کې یې دی، خپل خلک یې په مقابل کې په جنګ کې دي. هغه خلک چې نن د دوی پر وړاندې جنګېږي، که په هر نوم دي، زموږ خلک نه دي بلکې د دوی خپل خلک دي؛ خپلو خلکو سره کېنه، مشکل حل کړه. ته چې مشکل نه شې حل کولی، پر افغانستان او په اسلامي امارت د دې پړه اچول په هېڅ دلیل نه منل کېږي.»     

خو د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان دغه خبره چې پر افغانستان برید د ځان حق ګڼي، څومره پر ځای ده؟

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ټول یې مات کړي دي، حتا هغه تفاهم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی، هغه یې هم د خپلو ګټو لپاره تر پښو لاندې کړي او د خپلو ګټو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي. دا چې اوس وايي چې د نړیولو اصولو، طبعا ً کنوانسیون د ویانا یا د ملګرو ملتونو د اووم فصل منشور ته اشاره ده چې زه په افغانستان حمله کوم چې خپل دوښمنان یا له هغه ځایه پر ما حمله کېږي، هغه له منځه وړم. هغه ځانته شرایط لري.»    

ځینې نور بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام او د اړیکو خرابېدل د دواړه هېوادونو پر زیان ګڼي.

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان وايي: « داسې یو سوچ و چې دا تشنج او کشیدګي کمول په کار دي. نو ممکن دا لږ وخت هم واخلي؛ ځکه چې بې اعتمادي له وړاندې هم موجوده وه او په دې شیانو باندې اختلاف و او دغې پېښې سره لا زیاته شوه. ګورئ پاکستان او افغانستان له داسې یوه حالت سره مخ دي چې په کې تعلقات تر فشار لاندې دي او خراب دي،خو دا به تر کومه پورې وي؟»

د سیاسي اړیکو خرابوالي منفي اغېزو ته په پام، دواړو خواوو سیاستوال او په تېره بیا افغان سیاسیون د سولې او خبرو اترو له لارې د دواړو هېوادنو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل غوښتنې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist