Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار کانونو پروسیس شوې ډبرې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي

د کندهار کانونو پروسیس شوې ډبرې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/30

د کندهار ولایت په صنعتي پارک کې د ډبرو د پروسیس یوازینۍ کارخونه د ۴۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر دوه نیم جریبه ځمکه جوړه شوې.

د دغې کارخونې کاریګر وايي، دلته د عصري ماشینونو پر مټ له رخام، مرمر او ګرینایټ ډبرو زینتي او نور بېلابیل ډوله توکي جوړوي او بیا یې بازار ته وړاندې کوي.

د دوی په خبره چې  تر ډېره په ودانیو کې استعمالیدونکې ډبرې جوړوې.

د کارخونې یو تن کاریګر  وايي:« د مرمر، رخام او ګرینایټ ډبرې لرو. څوک چې کوم ډېزاین غواړي زه  یې جوړولی شم.»

د کارخونې یو بل ګاریګر وايي:« دا ډبرې مو چې دلته راوړي، پریس کوو یې، دا  په فرش کې هم کارېږي، په زینو کې هم کاریږي.»

د کارخونې مسوول وايي، دلته هره ورځ ۸۰ ټنه د شاولیکوټ ولسوالۍ د کانونو راوړل شوې ډبره پروسیس کوي چې لد کورنيو بازارونو تر څنګ یو شمیر بهرنیو هېوادونو ته یې هم صادروي.

د نصیب الله محمدي په خبره، که سرپرست حکومت په ودانیزو پروژو کې د دوی پروسیس ډبرې کار کړې نو تولیدات به يي زیات شي او هم به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

محمدي په دې اړه وايي:« تر ډېره پورې دا ډبرې دلته په کندهار کې استعمال کېږي. انشا الله له ۷۵ تر ۸۰ ټنه ډبرې پورې پروسیس لرو. له دې موږ زینتي مواد چې د ډیکوریشن لپاره کارول کېږي، د ودانیزو چارو لپاره کارول کیږي. د دې ترڅنګ موږ د دې ډبرو صادرات پاکستان، ایران، هند، دوبۍ او چین ته هم لرو.»

په ورته وخت کې د کندهار کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي په دغه ولایت کې د ډبرې پروسیس یوازې دغه یوه کارخونه شتون لري، خو په خبره یې هڅه کوي په دې برخه کې نور پانګوال هم پانګونې ته وهڅوي ترڅو دلته د ډبرو پروسیس زیات شي.

د دغې خونې مشر سید سرور اماني وايي:« په دې هڅه کې یو چې ډېر شمېر دوستان پر استخراج بوخت دي، هغوی وهڅوو چې د پروسیس لپاره هم دوی ماشینونه ولري. الحمد الله ډېرو دوستانو راسره هوکړه کړې چې په راتلونکې کې به دوی د استخراج ترڅنګ د پروسیس ماشینونه هم ځای پر ځای کړي او ډبرې به نورو هېوادونو ته هم صادرې کړي او هېواد ته به د وارداتو مخه ونیسي.»  

په کندهار کې د ډبرو زیات کانونو شته دي چې تر ډېره غیر قانوني پروسیس شوې ډبرې يي بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist