• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګوزڼ واکسین کمپاین پيل؛ په ۱۱ ولایتونو کې به ۴.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي

د ګوزڼ واکسین کمپاین پيل؛ په ۱۱ ولایتونو کې به ۴.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/24

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۳ مه ) د ګوزڼ یا پولیو د واکسین درې ورځنی کمپاین پيل شو.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي،، د دې کمپاین په لړ کې به شاوخوا ۴.۸ میلیونه تنه له پنځو کالو کم عمره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي، ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو. یاد کمپاین چې درې ورځې به ادامه ولري، نږدې ۴.۸ میلیونه هغه ماشومانو ته چې له پنځو کالو کم عمر لري، واکسین تطبیق شي. له قومي مخورو، علمای کرامو او د سیمې له بانفوذه اشخاصو مو هیله دا ده چې په سیمه کې زموږ له واکسیناتورانو سره مرستندویه اوسي، ترڅو موږ وکولی شو د واکسین په ښه پلې کولو سره د پولیو ناروغۍ په افغانستان کې مخنیوی وکړ.»

افغانستان د پاکستان ترڅنګ د هغو محدودو هېوادونو له ډلې دی چې لاهم په کې د ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې شته دي.

 د ماشومان د ګوزڼ نړيوال بنسټ د وروستي راپور له مخې، سږکال تر دې دمه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د تېر کال پرتله د پام وړ زياتوالی ښيي.

له دې سره، په ځينو لرې پرتو سيمو کې کله ناکله د ګوزڼ ضد واکسين په اړه د ځينو کسانو له لوري شکونه څرګند شوي، خو اوس ښکاري چې ډېری خلک د پوليو ضد واکسين پر ارزښت پوه شوي او ټينګار کوي چې د پوليو ضد کمپاينونه دې ټول هېواد ته وغځول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی بلال وايي: « له دولت زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کمپاین په ۳۴ ولایتونو کې فعاله کړي، ترڅو د هېواد په ګوټ کوټ کې ماشومان واکسین شي او دغه ناوړه ناروغي له منځه لاړه شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی اظهارالله نیازی وايي: « که په دې چاره کې ملت همکار نه وي، دا ناورغي له منځه نه ځي. باید ملت همکاري وکړي ترڅو پېښې صفر ته ښکته شي. د ملت همکاري ډېره مهمه ده.»

ګوزڼ (پولیو) یوه خطرناکه ناروغي ده چې له امله یې د بدن غړي فلج کېږي. د ډاکټرانو په وينا، د ګوزڼ د مخنیوي يوازینۍ لاره ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسين ورکول دي.

ډاکټر کمین ساپی په دې اړه وايي: « پولیو یا ګوزڼ یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده چې ابتدايي اعراض او علایم یې تبه، دردونه، خستګي او کسالت دي چې وروسته د اندامونو د شخۍ سبب ګرځي او په پای کې د دایمي فلج او مړینې باعث کېدای شي. له کورنیو هیله دا ده چې دوی باید د خپلو ماشومانو د واکسیناسیون په برخه کې ناغېړي ونه کړي او په دویم ګام کې د عامه پوهاوي په اړه باید ذهنیتونه پراخ شي او هغه زعیم او مسوولین چې مسوولیت لري، که دا ملا امام وي یا ولسوال او والي، باید دغه کمپاینونه پيل کړي.»

له دې وړاندې د اکټوبر په ۲۸ مه هم د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین په ۱۶ ولایتونو کې ترسره شو او شاوخوا ۶.۲ میلیونه له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته په کې د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist