Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نیمروز کې د سل بستریز روغتون جوړولو چارې بشپړې شوې

نیمروز کې د سل بستریز روغتون جوړولو چارې بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې ودان ولایتي روغتون ته هره ورځ سلګونه ناروغان مراجعه کوي.

د زرنج ښار اوسېدونکي شکايت کوي چې ولايتي روغتون کې د خدمتونو وړاندې کولو ظرفيت ټیټ دی او ناروغانو ته په کې سمه پاملرنه نه کېږي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې دلته د نوي جوړېدونکي سل بستريز روغتون د جوړولو چارې چټکې او ژر یې بشپړې کړي.

د شېرخان په نوم د نیمروز اوسېدونکی وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې د نیمروز سل بستریز روغتون په عاجله توګه جوړ کړي؛ ځکه چې په زرنج ښار کې اوسنی شته دولتي روغتون ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري. دغه روغتون د ښار په منځ کې دی او د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله ناروغان په تکلیف وي.»

د نیمروز اوسېدونکی توریالی هم ورته غوښتنه لري او وايي: « د اوسني دولتي روغتون ځای کوچنی دی او هم ډېر بیروبار دی. له چارواکو غوښتنه کوم د سل بستریز روغتون کارونه چټک او ژر تر ژره پای ته ورسوي.»

د نيمروز سيمه ‌ييز چارواکي وايي، په دې ولايت کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې ټولې بشپړې شوې او ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

 د نیمروز والي قاسم خالد وايي: «الحمد الله د روغتون کار سل په سلو کې بشپړ شو. هغه کار چې موږ له پلان سره سم قراردادي شرکت ته سپارلی و، نن بشپړ شو. خو بیا هم په تأسف سره باید ووایم چې د اوبو د زېرمې ستونزه لري او اوبه یې په ټولو بلاکونو کې روانې وي.»

د روغتون جوړونې قراردادي شرکت رییس عبدالواسع وايي: « د روغتون جوړونې کارونه پای ته رسېدلي، یوازې پاک کاري یې پاتې ده چې راتلونکو څو ورځو کې به پای ته ورسېږي. موږ ته چې کوم مسوولیت راسپارل شوی و، شپه او ورځ مو هڅه وکړه چې په ټاکلي وخت یې پای ته ورسوو. هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې راتلونکو څو ورځو کې به روغتون پرانستل شي.»

په زرنج کې د سل بستریز روغتون جوړولو کار په ۱۳۹۷ لمریز کال د مخکېني حکومت پر مهال پیل او روان ۱۴۰۳ کال د سرپرست حکومت له خوا بشپړ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist