Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان کې د یوه روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

نورستان کې د یوه روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ په کولتن کچه دره کې د ۲۸ میلیونه افغانيو په مالي لګښت یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

ځايي چارواکي وايي، دغه روغتیايي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو.اېن.اېچ.سي.ار) په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړېږي چې د انګړ یا احاطې پر دېوال سربېره به ۸ خونې ولري او په ټولو اړوند طبي وسایلو او تجهیزاتو به سمبال وي.

د نورګرام ولسوال مولوي عبیدالله توپان په دې اړه وايي: « د دې کلینیک د بنسټ ډېره اېښودل موږ ته لوی اهمیت لري. یو اهمیت یې دا دی چې خلک ډېر لرې پراته دي او له ل۱۰ تر ۲۰ کیلومټرو لرې واټن مرکز ته ځي. له دې سره به د دوی ستونزې په همدې سیمه کې حل شي. دا روغتون د نورستان د خلکو لپاره د الله تعالی نعمت او د خلکو لپاره لویه بریا ده.»

د کولتن کچه درې اوسېدونکي د دې روغتیايي مرکز جوړېدو ته هیله من دي او وايي، له دې سره به یې روغتیايي ستونزې په نسبي توګه هوارې شي

د نورګرام اوسېدونکی محمد اقبال وايي: « په دې سره به نیږدې ۱ زر ۵۰۰ تنو ستونزې رفع شي. پخوانی کلینیک له دې ځایه ډېر لری دی او هغې ساحې ته د خلکو ورتګ ډېر ستونزمن و.»

نورستان یو له هغو ولایتونو دی چې د غرني طبیعت او لارو د نه شتون له امله په کې پراختیايي پروژې نه دي پلي شوې.

 د دې ولایت خلک په ځانګړې توګه د روغتیايي خدماتو له کمښت شکایت لري او وايي، ډېر کله یې ناروغان جلال آباد ښار او لغمان ولایتونو ته په لارو ساه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist