Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت مرکزي روغتونونو ته د ۴۴۵ خالي بستونو لپاره د ازموینې لړۍ پیل کړه

عامې روغتیا وزارت مرکزي روغتونونو ته د ۴۴۵ خالي بستونو لپاره د ازموینې لړۍ پیل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

عامې روغتیا وزارت د ۴۲۴ اعلان شویو خالي بستونو لپاره له څه باندې درې نیم زره واجد شرایط غوښتونکو په آنلاین بڼه مرکز او ولایتونو کې د شمولیت ازموینې اخیستل پيل کړل.

دغه ازموینه چې ۱۵ ورځې به دوام کوي، د مرکزي روغتونونو لپاره د قابلګۍ، نرسنګ او نورو اړوند ۱۵ څانګو کې د څلورم، پنځم او شپږم بستونو لپاره د آزادې سیالۍ لاره اخیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د ازموینې د پيل مراسمو کې د خبرو پرمهال د ازموینې ګډونوالو ته د پوره روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکړ.

جلالي په دې اړه وايي: « په دې وجه باندې دغه شاوخوا ۴۴۵ مسلکي بستونه چې له موږ سره موجود وو، اعلان ته وسپارل شول او د اداري اصلاحاتو ادارې له لارې یې نن د ازموینې ورځ ده.»

د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په خبره، د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د دې وزرات ټولو مسلکي او تخصصي بستونه ته په شفافه بڼه ازموینې اخیستل کېږي.

نورجلال جلالي زیاتوي، د اسلامي امارت رهبر ته د هرې ولسوالۍ په کچه د یوه روغتون د جوړولو له وړاندیز وروسته یې په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو منظوري هم ترلاسه کړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دې اړه وویل: « په ۳۱۸ ولسوالیو کې موږ د ولسوالیو د سطحې شفاخانې جوړې کړو، هغه ډیزاین شوې او د تدارکاتو له خوا یې په ډېره چټکۍ سره کار روان دی. په دې شفاخانو کې به چې تقریبا ًهره یوه یې ۳۰ بستریزه ده، زموږ د ملت بچیان تداوي کېږې او د همدې ملت مسلکي پرسونل به ورته خدمات وړاندې کوي.»

ورته مهال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې چارواکي برېښنايي ازموینې د درغلۍ د مخنیوي او د شفافیت رامنځته کېدو په موخه اغېزناک ګام بولي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس شهزاد نور راشد وايي: « هغه ملګري چې دلته راځي او امتحان ورکوي، هغو ته پوره ډاډ ورکوو چې دلته به له تاسو سره درغلي نه کېږي. په دې کمپیوټرونو کې په کامله معنا شفافیت پروت دی.»  

بل پلو، د چارو ادارې مسوولین بیا په تېرو درېیو کلونو کې د ازموینو د اخیستلو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې د سلګونه پېچلو پروسو د اسانه کولو خبر ورکوي.

د چارو ادارې مرستیال سیف‌الدین تائب وايي: « له دوی زموږ غوښتنه دا ده، که خدای نا خواسته استعداد یې کم دی او پوښتنو ته سم ځواب نه شي ورکولی، له ځان سره دې فکر وکړي او تبلیغات دې نه کوي او راتلونکو پروسو ته دې چمتوالی ونیسي.»  

همدارنګه،  د ازموینې یو شمېر ګډونوال د دغه بهیر له روڼتیا خوښي ښيي او له سرپرست حکومته ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه کوي.

د ازموینې ګډونوال اغامیر سمېع وايي: « د اداري اصلاحاتو له ادارې زموږ غوښتنه دا ده، لکه څرنګه چې نن ورځ ازموینه واخیستل شوه، په همدې روڼتیا او شفافه بڼه دې نورې ازموینې هم واخیستل شي؛ ترڅو یو زحمت کش ځوان له خپل حق محروم نه شي.»

د ازموینې یو بل ګډونوال محب الله شاهین وايي: « موږ ازموینې ته چمتوالی نیولی او پوره آماده یم چې ازموینه ورکړم او راتلونکي کې د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړم.»

روغتیا وزارت داسې مهال خپلو خالي بستونو لپاره د کار قوه جذبوي چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان دا مهال د ډاکټرانو او صحي کارکوونکو له شدید کمښت سره مخ دی.

دې سازمان تېره میاشت په یوه راپورکې وویل، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د هرو زرو کسانو لپاره نږدې درې تنو ډاکټرانو ته اړتیا ده؛ خو په وینا یې دغه شمېره په افغانستان کې یوازې یو تن دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist