• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې د غیر الکولي څښاک توکو لومړنۍ فابريکې په کار پيل وکړ

فراه کې د غیر الکولي څښاک توکو لومړنۍ فابريکې په کار پيل وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

د فراه یو سوداګر د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې سره د غير الکولي مشروباتو د توليد یوه فابریکه جوړه او په کار یې پيل وکړ.

دغه فابریکه په یوه ورځ کې ۲۵۰۰ بستې او په یوه میاشت کې ۷۵ زره بستې غیر الکولي مشروبات او معدني اوبه تولیدولی شي.

د فابریکې مسوولان که څه په فراه کې د پانګونې له امله خوښ دي، خو د ځينو ستونزو يادونه هم کوي.

د فابريکې رییس جواد غفوري وايي: « په فراه ولایت کې زموږ لویه ننګونه د برېښنا نه شتون دی. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د برېښنا زمینه برابره کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د بوتلونو په څېر خام مواد خپله همدلته تولید کړو.»

په یاده فابریکه کې د ۴۰ کسانو لپاره په درېیو جلا شیفټونو کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

فابریکه کې په کار بوخت کسان د کاري فرصتونو له برابرېدو خوښ دي او له نورو سوداګرو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

د څښاک تولیدوونکې فابریکې کارګر محمد آصف وايي: «زه خوښ یم چې دلته راته د کار زمینه برابره شوې؛ که دا ځای نه وای، زه ښايي بهر ملکونو ته وتلی وای. اوس چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، زه نورو پانګوالو هم غوښتنه کوم چې دا ډول پانګونې وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د فابریکې یو بل کارګر رحیم گل وايي: « ډېره خوشاله یم چې موږ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې. له نورو تجارانو مې هم همدا غوښتنه ده چې په افغانستان او ځانګړې توګه فراه ولایت کې دا ډول شرکتونه فعال کړي؛ ترڅو زموږ ځوانان په کار شي او مجبور نه وي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي.»

د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریيس وایي، هڅه کوي یاد ولایت کې د سوداګرو لپاره د پانګونې زمینه پراخه او پر وړاندي یې شته ستونزې هوارې کړي.

د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس شمس‌ الحق اجمل وايي: « د برېښنا په برخه کې باید ووایم چې سروې بشپړه شوې او له ترکمنستان هېواد څخه به فراه ولایت ته برېښنا راځي. که خدای کول په لنډ وخت کې به فراه ولایت له برېښنا برخمن شي.»

د ځايي چارواکو د معلولوماتو له مخې، دا مهال په فرا کې له ۴۰ زیاتې تولیدي فابريکې فعاليت کوي چې خوراکي او غیر خوراکي مواد تولیدوي او له امله یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist