• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: سنتي طب باید افغانستان کې معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي

جلالي: سنتي طب باید افغانستان کې معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

د اسلامي امارت د عامې روغتیا  وزارت سرپرست چین ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو ته د وینا پرمهال، په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ ګډه همکاري اړینه بللې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « په دې کنفرانس کې چې موخه یې د سنتي طب په برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول و، د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر موسسو استازو هم په کې ګډون درلود. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي نورجلال جلالي په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او همدارنګه د شانګهای سازمان همکاري اړینه وبلله. ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي. همدارنګه د دې برخې مینه والو ته معیاري تدریسي نصاب جوړ شي.»

د چین په کوربه توب د سنتي طب نړیوال کنفرانس چې موخه یې یاده برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول دي، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر مؤسسو استازو ګډون کړی دی.

یاد کنفرانس ته د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سنتي طبابت برخه کې د  چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه وايي: « ښاغلي وزیر د سنتي طب په برخه کې د چین او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ. موخه دا ده چې د ظرفیت جوړونې، تجربو شریکولو او په دې برخه کې د شریکو څېړنو زمینه باید برابره شي. د دې سفر پرمهال د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د ځینو نورو روغتیايي مسوولینو سره هم لیدنې ترسر کړې دي او موخه یې دا ده چې  موږ وکولی شو د افغانستان په روغتیايي سیسټم کې شته اړتیاوو باندې کار ترسره کړو.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وايي، سرپرست وزیر سربېره پر دې چې د ظرفیت جوړونې د تجربو شریکول یې مهم بللي، د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روغتیا برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې.

داکټر شرافت زمان وايي: « په دې لیدنه کې د ملاریا، نري رنځ، پولیو او نورو ورته ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اړوند خبرې ترسره شوې. د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د دې لیدنې ترڅنګ، د چین د ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز یا سي.ډي.سي او همدارنګه د انفولانزا ملي مرکز څخه هم لیدنې ترسره کړې. موخه همدا ده چې موږ وکولی شو د نورو له تجربو څخه ګټه واخلو او د هغه څه په اړه له نورو سره نظرونه تبادله کړو چې د روغتیا په برخه کې اړین دي، ترڅو وکولی شو د هېواد هر وګړي ته معیاري روغتیايي خدمات برابر کړو.»

د روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي  د سه شنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۳) چین ته په سفر تللی او د سفر پر مهال یې د یاد هېواد روغتیايي چارواکو سره لیدنو کې د ملاریا، نري رنځ، ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي برخو کې د کابل او بېجینګ پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او د همکاریو ژمنې یې ترلاسه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist