• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د معلولینو نړیواله ورځ؛ افغان معلولین له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د معلولینو نړیواله ورځ؛ افغان معلولین له کومو ستونزو سره مخ دي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/04

د ډسمبر۳ د معلولینونړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ له ۱۹۹۲ زېږدیز کال راهیسې هرکال د ملګرو ملتونو له خوا معلولينو ته د حکومتونو او ټولنو د پام اړولو په موخه لمانځل کېږي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولین وايي، دا مهال ورسره شاوخوا ۶۶۰ زره معلولین، کونډې او يتیمان ثبت دي او په خبره يې روان کال یې څه باندې ۱۰ میلیارد افغانۍ معلولیت لرونکو کسانو، کونډو او یتیمانو ته د بانکي سیستم له لارې ورکړې دي.

دوی زياتوي، په نویو نږدې ۲۰۰ زره ثبت شویو معلولینو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي کسان، د اسلامي امارت او پخواني حکومت سرتېرې شامل دي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس فیصل خاموش وايي: « اوسه پورې ۱۰ میلیارده ۹۰۶ میلیونه افغانۍ یتیمانو، معلولانو او کونډو ته د یوه شفاف بانکي سیسټم له لارې حواله شوې دي. د دې ترڅنګ، د شهدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکز ترڅنګ په ټول هېواد کې ۱۸۹ زره ۶۳۵ تنه معلولین ثبت او راجسټر کړې دي.»

د ډسمبر ۳ د معلولیت لرونکو د نړیوالې ورځې نومولو موخه، د خلکو ترمنځ د معلولیت اړوند مسایلو په تړاو د عامه پوهاوي لوړول او د معلولیت لرونکو کسانو د وقار، حقونو او هوساینې ملاتړ یاد شوی.

خو په افغانستان کې لسیزو جګړو میلیونونه افغانان نه یوازې معلول کړي بلکې هغوی یې له سخت بشري وضعیت سره هم مخ کړې دي.

د نوراحمد په نوم یو معلول کس وايي: «هرڅومره هڅې مې چې وکړې، ځای یې ونه نیو. آخر دې پایلې ته ورسېدم چې له ما څه نه جوړېږي. بیا مې دا کهنه دوزي پیل کړه او اوس مې ژوند په غریبۍ او بېوزلۍ کې تېرېږي. ټوله ورځ ناست یم خو ۱۰۰ افغانۍ هم نه شم پیدا کولی.»

۲۶ کلن صفي‌الله چې ۸ کاله وړاندې یې دواړه پېښې د بمي چاودنې له امله پرې شوي، له سرپرست حکومت غواړي چې د درملنې او ورته د کار زمينې په برابرولو کې همکاري وکړي.

صفي الله زیاتوي: « زما پلار وفات شوی، ۶ کسان فامیل، کوچني وروڼه او خویندې را له غاړې دي او بل څوک د کار کولو هم نه لرو. په یوه لاسي کراچۍ کې مې ماسکونه، دستکش او نور توکي پلورل، هغه هم ښاروالۍ رانه یوړه او بېرته یې نه راکوي. اوس د سړکو پرمخ ګرځم که کوم څوک کومک راسره وکړي، له دولت هم د مرستې غوښتنه کوم.»

که څه هم ملګري ملتونه دغه ورځ د یوه ځانګړي پیغام په توګه لمانځي، خو د معلولینو ورځ په نړۍ کې له هغو میلیونونه کسانو سره د مرستې او شفقت لپاره مهمه بلل کېږي چې جګړو او ناخوالو نیمګړي نيمه ‌خوا کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist