• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایډز نړیواله ورځ؛ افغانستان کې روان کال ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې

د ایډز نړیواله ورځ؛ افغانستان کې روان کال ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېچ آی وي یا ایډز له نړیوالې ورځې سره برابره ده. هر کال دا ورځ په ټوله نړۍ کې د یادې ناروغۍ پر وړاندې د عامه پوهاوي په موخه لمانځل کېږي.

دغه ساري ناروغي د وینې ورکولو، ناخوندي جنسي اړیکو، په دې ناروغۍ اخته مور څخه ماشوم ته د شېدو له ورکړې، د يوې ستنې څو ځله کارولو او له نورو بېلابېلو لارو له یوه انستان د بل انسان وجود ته انتقالېږي.

 له دوو اوونیو زیاته تبه، د ستوني درد، د بدن خارښ، ستړیا، د عضلاتو درد، د غدو پړسوب او د ملا درد یې نښې او علایم دي.

د يادو علايمو د دوام له امله د دوو کلونو په لړ کې د وزن کمېدل، دوامداره اسهال، د شپې پرمهال خوله او د پوستکي ستونزې رامنځته کېږي او دغه پړاو جوتوي چې درلودونکی کس په اېډز اخته دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، روان لمریز کال د دې ناروغۍ ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او په خبره یې دا مهال د درملنې په مرکزونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ پر ایډز اخته ناروغان تر درملنې لاندې دي.

زمان په دې اړه وايي: « سږ کال له موږ سره د ۲۰۰ په شاوخوا کې مثبت واقعیات دي، یو علت یې هم دا دی چې هغه سیمې چې له دې وړاندې تر پوښښ لاندې نه وې او هلته روغتیايي مرکزونه نه وو، هلته اوس رسېدنه شوې او د تشخیصي مرکزونو له لارې د زیاتو خلکو سکریننګ ترسره شوی. موږ کوښښ کوو د هغو ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې دا مهال یې ۱ زر او ۴۰۰ تنه تر درملنې لاندې دي او همدارنګه له وقایوي تدابیرو سره وکولی شو د دغې ناروغۍ مخنیوی وکړو. له ولسونو غوښتنه کوو هغه وقایوي تدابیر عملي کړي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا دوی سره شریک کېږي. کله چې دوی حمامونو ته ځي، باید له داسې وسایلو استفاده وکړي چې بل چا نه وي کارولي او ځانګړي وي.»

ډاکټران وايي، پر دې ناروغۍ له اخته کس بل روغ کس ته ایډز له ناخوندي جنسي اړیکو او له هغو جراحي توکو لېږدول کېږي چې څو ځله کارول شوې وي.

د دوی په خبره، که د ایډز درملنه پر وخت ونه شي، نو پر سرطان بدلېدای شي.

ډاکټرسید کاشف سیدي وايي: « د دوو کسانو ترمنځ د جنسي اړیکو له لارې، یو بل ته د وینې د انتقال له لارې، د ستنو یا سرنج له لارې هم انتقالېږي. دا مختلفې نښې لري لکه تبه، د ستوني درد، د لمپاوي غدې پړسېدل او نور.»

ډاکټر کمین ساپی وايي: « دې ناروغۍ پخوا تداوي نه لرله، خو که اوس پر وخت سره تشخیص شي، ۵۰ سلنو پورې د درملنې امکان لري. کله چې ایډز ناروغۍ لمپاوي غدوات ونیسي او تورم پیدا کړي او مخنیوی یې ونه شي، د سرطان باعث ګرځېدای شي.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په ټول هېواد کې د یادې ناروغۍ ۳ زره او ۷۰۰ پېښې ثبت شوي او په خبره یې، د ټول هېواد پر کچه د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره ۸ د درملنې او ۶۱ د تشخیص مرکزونه جوړ شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په د ې اړه وايي: « بدبختانه افغانستان کې هم د دې ناروغۍ یو شمېر پېښې شته دي. له ۱۹۸۹ زېږدیز کال راهیسې، د ټول هېواد پر کچه شاوخوا ۳ زره ۷۰۰ تنه پرې اخته شوي. البته په دې وروستیو کې موږ بریالي شوي یو چې د دې ناروغۍ لپاره تشخیصیه او د درملنې مرکزونه زیات کړو. دا مهال په ټول هېواد کې د ایډز د درملنې ۸ او د تشخیص ۶۱ مرکزونه لرو. د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي ترڅو د وقایوي تدابیرو په عملي کولو او دغه راز د عامه پوهاوي له لارې د دې ناروغۍ مخنیوی وکړي. په دې ورستیو کې موږ توانېدلي یو چې په لرې پرتو سیمو کې د دې ناروغۍ د تشخیصيه مرکزونو په جوړولو سره د شکمنو کسانو معاینات او سکریننګ ترسره کړو.»

د ایډز لومړۍ پېښه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۱ کال کې ثبت شوه. د رسنیو راپورونو له مخې، په تېرو څلورولسیزو کې د ملګروملتونو د روغتیا  نړیوالې ادارې له لوري خپاره شوي مالومات ښيي چې په ټوله نړۍ کې ۷۸ میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې ۳۵میلیونه هغه یې د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist