• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د وسله والو ډلو او ګواښونو په تړاو خپلې اندېښنې له امریکا سره شریکې کړې

پاکستان د وسله والو ډلو او ګواښونو په تړاو خپلې اندېښنې له امریکا سره شریکې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/23

پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدو په دوام، د دې هېواد  د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړي چې ګواکي اسلامي امارت په خپله واک سیمه کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته پناه ورکړې او زیاتوي چې په دې هېواد کې د وسله والو ډلو لاس ته د پرمختللو وسلو د رسېدو موضوع یې امریکا سره هم شریکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ تماسونه ډېر شوي دي.

هغې زیاته کړې: « موږ د وسله ډلو د ګواښونو په تړاو چې پاکستان ورسره مخ دی او یادو ډلو چې پرمختللي پوځي تجهیزات یې هم ترلاسه کړي او په پاکستان کې په لویو بریدونو کې ښکېل دي، اسلام آاباد دغه اندېښنې واشنګټن سره شریکې کړې دي.»

زهرا بلوچ دغه راز ویلي، پاکستان او امریکا هڅه کوي د اسلامي امارت له خوا ډاډ ترلاسه کړي چې له وسله والو ډلو سره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

بلوچ زیاته کړې: « باور لرو چې وسله والې ډلې نه یوازې افغانستان ته، بلکې د پاکستان په ګډون ګاونډیانو او ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی. مهمه دا ده چې د اسلامي امارت چارواکي په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو د پناه ځایونو پر وړاندې اقدام وکړي.»

نوموړې دا تورونه پر داسې مهال کوي، چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او اسلامي ا مارت د پاکستان امنیتي مساله د یاد هیواد کورنۍ موضوع بللې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو مېلر په افغانستان کې د امریکا له خوا د پاتي شویو پوځي بنسټونو او وسلو په تړاو ویلي، پاکستان د امریکا یو دوست هېواد دی او  امریکا به په هر ډول شرایطو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه وي.

مېلر په دې اړه وايي:« زه به په راتلونکو دوو میاشتو کې د کوم اقدام په اړه خبرې ونه کړم، خو لکه څنګه چې تاسو په تېرو وختونو کې له ما اورېدلي، موږ ګډې همکارۍ ته دوام ورکوو او ژمن یو چې ټول هغه مهم لومړیتوبونه عملي کړو چې ولسمشر ټاکلي دي. پاکستان اوس هم د امریکا لپاره مهم او د متحده ایالاتو یو مهم ملګری دی. موږ تمه لرو چې تر راتلونکو دوو میاشتو همکاریو ته دوام ورکړو.» 

په ورته مهال، قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د زهرا بلوچ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، افغانستان د هېچا پر وړاندې تهدید نه دی او په خبره یې اسلامي امارت په خپلې دې ژمنې کلک ولاړ دی او افغان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.

 د شاهین په خبره، ځینو وسله والو ډلو جرړې نورو هېوادونو کې دي چې باید ورته جدي پاملرنه وکړي او اسلامي امارت هم نورو هېوادونو کې د سوله او ثبات غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې:« لکه څرنګه چې موږ په مکرر ډول ویلي، د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې استعمال اجازه نه ورکوو او دې کار ته متوجه یو. البته ځینې مسایل چې موږ پورې تړاو نه لري، جرړه او اسباب یې د نورو هېوادونو په کور دننه دي او باید ورته متوجې  شي. په دې لړ کې غوره دا ده چې پاکستاني چارواکي هم د مسایلو د واقعي حل په خاطر، هغه په پام کې ونیسي. په عمومي ډول، موږ په سیمه او ګاونډ کې سوله او ثبات غواړو او هغه د خپل هېواد او سیمي د سوکالۍ او ترقۍ لپاره لازم بولو. نور هېوادونه هم باید په دې برخه کې خپله ونډه کار ترسره کړي او خپله کورنۍ دنده وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د وسله والو ډلو د ملاتړ په برخه کې پر افغانستان د پاکستان تورونه بې ځایه بولي او د زهرا بلوچ تازه څرګندونې هغه ادعاوې بولي چې هېڅکله یې د اثبات لپاره اسناد نه شي وړاندې کولی.

دوی له اسلام آباد غواړي چې له دغه ډول بې ځایه تورونو لګولو لاس واخلي او خپله ستونزه په خپل کور کې حل کړي او په خبره یې پاکستان په سیمه کې د امریکا یو پروژه يي هېواد دی او واشنګټن هڅه کوي د تېر په څېر خپلې ناکامې پروژې پرې یو ځل بیا تطبیق کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د امریکا متحده ایالتونه به د پاکستان له لارې په سیمه کې د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره لپاره، د پاکستان له راتلونکي حکومت هم ملاتړ ته ادامه ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره چې هره ستونزه پيدا کېږي، باید د قناعت او اعتماد جوړونې له لارې یې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې نا امنیي ورځ تر بلې زیاتېږي او پاکستان نه دی توانېدلی چې د خپلو وګړو امنیت تامین کړي.

 تازه د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه کورمه ايجنسۍ کې د مساپرو پر موټرو برید  کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته لوړ شوی او په ټپیانو کې هم د ۱۱ کسانو حالت نازک ښودل شوى.

د کورمې پولیسو په وینا، د ۴۴ وژل شویو جنازې پاړه چنار ته رسېدلې. د ۳۹ ټپیانو له ډلې چې د ټل پوځي روغتون ته لېږدول شوي وو، د ۱۱ ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د پېښور روغتون ته انتقال شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist