Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د پراختیايي پروژې قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د پراختیايي پروژې قراردادونه منظور کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادرآخوند پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي ناسته د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۶ مه) ترسره شوه.

اقتصادي مرستیالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ناسته کې د شاوخوا ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۸ نور یې تعدیل کړل.

اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې، ناسته کې د اتو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې له ګټونکو شرکتونو سره بیا مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د اقصادي مرستیالۍ په خبره، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دویم نمبر بلاکونو جوړول، د لوګر او کندهار د استیناف محکمو لپاره ودانۍ، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایلو چمتو کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.

دغه راز په ناسته کې  ۲۰ نورې پروژې چې تایید ته وړاندې شوې وې، تعدیل او ځنډول شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « د ملي تدارکاتو نوبتي غونډه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ ترسره شوې چې له اجنډا سره سم، ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه چې شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ ارزښت لري، منظور شول او پاتې نور یې ځینې تعدیل او ځینې وځنډول شول. په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیا رغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن دویم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا د اړتیا وړ وسایل او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري به تمویلېږي.» 

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور د ي چې بنسټیزې اقتصادي پروژې د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.

دوی وايي، د دغه ډول پروژو پلي کول  نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابروي، بلکې نورې پانګونې ته هم لار پرانیزي.

دوی غوښتنه کوي چې د بنسټیزو اقتصادي پروژو پلي کولو ته باید جدي پاملرنه  وشي او هغه پروژې چې په مستقیم ډول د هېواد د پرمختګ او د خلکو له اقتصاد سره تړلې دي، باید د پلي کېدو لپاره یې کار وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « ستراتیژيکي زیربنايي اقتصادي پروژې کولی شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه دغه پروژې نه یوازې دا چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، بلکې کولی شي د نویو پانګونو لپاره هم زمینه برابره کړي. د دغو پروژو د خامو موادو لپاره اړتیا ده چې نوې پانګونې وشي، د دوی پاخه مواد باید په بازارونو کې د اجناسو په توګه وپلورل شي.»

ځینې نور بیا وايي، د ټاپي، کاسا زر، ټاپ او افغان ټرانس په څېر د سترو اقتصادي پروژو ترڅنګ ګڼ شمیر نورې بنسټیزې پروژې لکه د اوبو او برېښنا بندونه، د هېواد حلقوي سړکونه، د سترو ښارونو داخلي سړکونه، د تولیدي کارخونو بیا فعالول او دېته ورته نورې پروژې کولی شي د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي او د خلکو ژوند ورسره ښه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « د افغانستان په اقتصاد کې سترې ملي پروژې ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس او د مس عینک په څېر نورې سترې پروژې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي. همدارنګه د سړکونو په څېر نورې پروژې او د سترو کارخونو فعالول، د خصوصي سکټور لپاره د پانګونو د امکاناتو برابرول په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري.»  

د تدارکاتو ملي کمېسیون له لوري منظورې شوې ۲۷ پروژې د سرپرست حکومت له لوري تمویلیږي او ارزښت یې ۵ میلیارده افغانۍ ښودل شوی.

دا مهال د قوشتپې کانال ترڅنګ ګڼ شمېر نورې سترې پروژې چې د هېواد لوی حلقوي سړکونه هم په کې شامل دي، تر کار لاندې دي او بودیجه یې د افغانستان له کورنیوعوایدو ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist