Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسیې او اوکراین جګړې دوام؛ دواړو پر یو بل بریدونه کړي

د روسیې او اوکراین جګړې دوام؛ دواړو پر یو بل بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/12

روسیه او اوکراین د جګړې له پیل وروسته داسې پړاو ته رسېدلي چې دا مهال د یو بل پر وړاندې  د خپل وروستي زور ازموینه کوي.

په همدې لړ کې، د تېرو درېیو ورځو پرمهال دغو دوو ګاونډیو هېوادونو پر یو بل د ریکارډ تر کچې توغندیز او ډرون بریدونه کړي چې ډېری هغه یې پر اهدافو لګېدلي دي.

د روسيې پوځ د اوکراین له لوري د تېرې ورځې بریدونه تایید کړي او ویلي يې دي چې په دې بریدونو کې له ځان چاودونکو ډرون الوتکو کار اخیستل شوی، خو ګڼ شمېر یې هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د اعلامیې یوه برخه:« د روسيې پر خاوره د کیف برید چې په کې له ډورن الوتکو کار اخیستل شوی، ډېری یې شنډ شوي دي.»

دغه بریدونه پر اوکراین د روسیې له خوا له ورته بریدونو یوه ورځ وروسته ترسره شوي

 روسي چارواکي وايي، د اوکراین په بریدونو کې د پلازمېنې مسکو ګڼې برخې او درې نړیوال هوايي ډګرونه هم په نښه شوي چې د لنډې مودې لپاره یې ځینې الوتنې هم له ځنډ سره مخ کړې دي.

روسیې له دې بریدونو یوه ورځ وړاندې پر اوکراین ۱۴۵ ډرونونه وتوغول چې ګڼ هغه یې پر نښه شویو موخو باندې لګېدلي دي.

شنونکي له ډرون الوتکو کار اخیستل د روسیې پر وړاندې د اوکراین د پوځي ځواک انډول او د دې هېواد د بریدونو کنټرولولو لپاره یوازینۍ لاره بولي او وايي، په دغو بریدونو کې تر ډېره د روسیې د پوځي تجهیزاتو زېرمې، نفتي تأسیسات او د رادار سیسټمونه پر نښه کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولومیرزیلېنسکي وايي: « روانه اوونۍ زموږ هوايي ځواک شپه او ورځ کار کړی چې د اوکراین آسمان د روسیې له یرغله خوندي وساتي. تېره شپه روسیې د ریکارډ ترکچې ۱۴۵ ډرون بریدونه ترسره کړل.»

بل پلو، رویټرز خبري آژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا نولي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې له بریا وروسته، د روسیې له ولسمشر ولاديمیرپوتین سره په لومړي ځل ټیلیفوني خبرې کړې او له هغه یې د اوکراین جګړې د ختمولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د جوبایډن پر مشرۍ د امریکا حکومت کاري مودې پای ته رسېدو لپاره شاوخوا اویا ورځې پاتې دي.

 دې هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار جک سلیوان رسنیو ته ویلي، ښايي ولسمشر بایډن په دې موده کې په لیکلي بڼه له کانګرېس غوښتنه وکړي چې ټرمپ د اوکراین جګړې ملاتړ کولو ته وهڅوي.

هغه زیاته کړې: « بایډن به په راتلونکو ۷۰ ورځو کې دا فرصت ولري چې د یوې قضیې په استولو سره له کانګرېس غوښتنه وکړي چې د ټرمپ پر مشرۍ د امریکا راتلونکې ادارې ته اجازه ورنه کړي چې اوکراین ته شا واړوي. اوکراین ته شا کول به په اروپا کې لا زیاتې بې ثباتۍ ته لار هواره کړي.»

د اوکراین له جګړې ملاتړ ته د ټرمپ هڅولو خبرې داسې مهال کېږي چې نومړي په خپلو ټاکنیزو غونډو کې د اوکراین او غزې تړانګې د روانو جګړو درولو ټټر وهلی او ژمنه یې کړې چې د بریا په صورت کې به دغه جګړې یوازې په یوې اړیکې ودروي.

بل پلو، د لوېدیځو رسنیو نا تایید شوي راپورونه وايي، د جګړې له پیل تر دې دمه د روسیې څه باندې ۷۰۰ زره سرتېري وژل شوي او لسګونه زره پوځي تجهیزات یې له منځه تللي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین استخباراتو تېره اوونۍ په لومړي ځل د شمالي کوریا له پوځ سره د اوکرایني پوځ د مخامخ ښکېلېدو راپور ورکړ او وویل، دې هېواد د روسیې په ملاتړ شاوخوا ۱۲زره سترتېري، ۵۰۰ پوځي قوماندانان او درې جنرالان د جګړې لومړۍ کرښې ته استولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist