په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزوا اتونبایوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسوولینو سره د اقلیمي بدون اړونده موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې کړې.
کتنه کې د هېواد د چاپېریالي وضعیت او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې اړوند مسایلو ترڅنګ، د روانې نومبر میاشتې په ۱۱مه د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغان لوري پراحتمالي ګډون هم بحث شوی.
ورته مهال، سره له دې چې افغان لوري د چاپېریال ساتنې موضوع بشري مساله بللې، ترڅنګ یې له نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د هراړخیزو همکاریو د دوام غوښتنه کړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون څانګې مشر روح الله امین وايي: « د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو د افغانستان د زیانمتوب په موضوع، دغه راز د افغانستان د ځنډول شویو پروژو د بېرته پيلولو، د اقلیمي بدلون نویو تأسیس شویو مکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او د اقلیمي بدلون په ۲۹ نړیوال کنفرانس کې د افغانستان ګډون په اړه چې ټاکل شوې د آزربایجان په باکو ښار کې جوړ شي، هر اړخیزې خبرې وشوې.»
ټاکل شوې د دوامداره پرمختګ نړیوال انسټیټیوټ له خوا د باکو په نړیوال کنفرانس کې چې پنځه ورځې وروسته به پیل شي، ګډونوال د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو او د مخنیوي لپاره یې د معقولو حل لارو پر موندلو بحث وکړي.
د یوناما مشرې یاد کنفرانس مهم او ارزښتناک بللی او په کې یې د افغان لوري ګډون، په ورته نړیوالو غونډو کې د زمینه سازۍ په مانا بللی.
د دوامداره پرمختګ نړیوال انسټېټيوت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د کنفرانس ګډونوال به په ټولیز ډول پر ګډو موخو د خبرو اترو ترڅنګ د یوه هیله بښونکي، شفاف او د وړاندوینې وړ اقلیمي موخو د تعقیب له لارې، مخ پر ودې هېوادونو اړتیاوو ته د رسېدنې له لارې، د دې پدیدې د ناوړه اثراتو راکمولو، په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو او د زیانونو د کابو کولو پر څرنګوالي هم بحث وکړي.»
د اقلیمي چارو شنونکي افغانستان له دې درکه د نړۍ پر کچه د اغېزمنو هېوادونو د کتار سرلاری بولي او وايي، افغانستان د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو او آفتونو مقابل کې زیامنونکی هېواد دی او د دې ترڅنګ، د نورو له خوا تولید شویو ګلخانه یي ګازونو او د نړۍ د صنعتي کېدو بیه پرې کوي.
له همدې کبله دوی په نړیوالو اقلیمي کنفرانسونو کې ګډون د افغان لوري مسلم حق ګڼي ترڅو نړۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلونو له ناوړه اغېزو خبر کړي او روښانه کړي چې که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې ښکېل نه دی، خو تر ټولو ډېر زیان منونکی هېواد دی.
د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدشاه ګهرپور وايي: « افغانستان د شدید ماتېدونکي ایکوسیسټم په لرلو سره، له طبیعي پېښو ډېر زیانګلی هېواد هم دی. همدارنګه د طبیعي پېښو پر وړاندې د تخنیکي مقاومت او سازګاري نه لرل هم سبب شوي چې افغانستان د نړۍ پر کچه له شدیدترینو زیانګالو هېوادونو په کتار کې وګڼل شي، حتا په شپږم کتار کې راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو شاخصونو او سروېګانو له مخې، افغانستان د نړۍ پر کچه په اقلیمي بدلون کې تر ټولو کمه ونډه لري؛ خو له دې درکه هغه زیانګالی هېواد دی چې د ۲۱ مې پېړۍ له ټولو زیاتې ننګوونکې موضوع له درنو منفي اغېزو سره مخامخ دی.