د چين په هونان ولايت کې د کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس ترسره شو چې په کې د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت يوه پلاوي هم ګډون درلود.
د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې چینايي پانګوالو په افغانستان کې د سرو زرو، مسو، نفتو، ګازو، لیتیمو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې.
خبرپاڼه کې دغه اقدام د کابل او بېجينګ پر ګټه بلل شوی او يو وار بيا يې له بهرنيو پانګوالو یې غوښتنه کړې چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې کنفرانس کې د هېواد پانګوالو هر یوه خپل شرکتونه معرفي کړل او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو، ګازو، لیتیمو، سربو او جستو کانونو د سروې، دغه راز په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړولو، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو غوښتنه وکړه او چینایي پانګوال د افغانستان کانونو په سکټور کې پانګونې ته وهڅول شول.»
د نړیوالو اړیکو کارپوهان بهر ته دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي او وایي، د چینايي شرکتونو له استازو سره له لیدو کتو داسې برېښي، چې دغه شرکتونه د افغانستان کانونو د کېندنو قراردادونو په ترلاسه کولو کې له نورو ځان مخکې کوي او په خبره يې، سرپرست حکومت دې په يادو قراردادونو کې د افغانستان ګټې په جديت سره په پام کې ونيسي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو پر ګټه دي. له حالاتو داسې ښکاري چې چینایان ډېره لېوالتیا لري چې د افغانستان پر کانونو باندې پانګونه وکړي. اسلامي امارت ته لازمه ده چې د کانونو په قراردادونو کې باید ملي ګټو ته ډېره جدي پاملرنه وکړي.»
که څه هم د کانونو استخراج او د دغه صنعت غوړېدل کلونه وخت ته اړتیا لري، خو د کانونو متخصصان وايي، د کانونو ظرفیت دومره لوړ دی چې د تلپاتې امنیت په صورت کې تر استخراج وړاندې به لا د ډېرو پانګوالو پام ځان ته واړوي، خو دا کار د سرپرست حکومت پر کچه ښه مدیریت ته اړتیا لري.
خو آيا په اوسنیو شرایطو کې د کانونو استخراج او له عوایدو یې د خلکو د ژوند او اقتصاد په ښه کولو کې ګټه اخیستل شوني دي؟
د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل په دې اړه وايي: « په کار دا ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان طبیعي منابع په مکانیزه ډول استخراج شي او د پروسېس لپاره یې همدلته په هېواد کې زمینه برابره شي. د دې لارې به کاري فرصتونه ډېر او ملي اقتصاد به پياوړی شي. دا ځکه چې په اوس وخت کې زموږ زیاته بشري قوه له هېواد بهر د نورو هېوادونو په خدمت کې ده، هغوی ترې ګټه اخلي او اقتصادونه یې ورباندې پياوړي دي. په دې سره به زموږ د بشري اقتصادي قوې د تېښتې مخه ونیول شي او ټول خلک به په کور دننه د یوه سپېڅلي کار خاوندان شي او له بلې خوا به ملي اقتصاد ور سره پیاوړی او د خلکو په ژوند کې به مثبت تغییرات راشي.»
افغانستان د سرو زرو، قېمتي ډبرو، لیتمیو، اوسپنې، کوبالتو، مسو او یو شمېر نورو طبیعي منرالونو او نورو کاني زېرمو له درکه یو بډایه هېواد ګڼل کېږي.
د یوه اټکل له مخې، د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت له ۳ ټرېلیونو ډالرو زیات ښودل شوی.