Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ساري ناروغیو تشخیص لپاره ځانګړی مرکز پرانیستل شو

خوست کې د ساري ناروغیو تشخیص لپاره ځانګړی مرکز پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/31

په خوست ولایت کې د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم پر )  د ساري ناروغيو د تشخيص په موخه ځانګړی پرانیستل شو.

د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دا مرکز د روغتيا نړيوال سازمان په ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو مالي لګښت فعال او ګټه اخیستنې ته سپارل شوی.

دوی زیاتوي، په دې مرکز کې به پر ایډز (اېچ.آی.وي)، تور ژېړي، سپين ژېړي او ژېړ ژېړي سربېره د نورو بېلابېلو ساري ناروغيو تشخيص په وړيا ډول ترسره کېږي.

د خوست عامې روغتيا ریيس ډاکټر احمد مجاهد وايي: « په دې مرکز باندې ۲۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی. دغه معاینات له دې وړاندې دلته نه وو او خلک به په ورځو ورځو انتظار وو. د دغو ناروغیو یو ټېسټ په ۲۵۰۰ افغانۍ کېده چې د خلکو وس ورته نه رسېده. نن مو په خوست کې دا مرکز پرانیست ترڅو د خلکو معاینات په وړیا توګه وکړي او ولس ورسره هوسا شي.»

په همدې حال کې، د خوست د طبي ټکنالوجېسټانو ټولنې مسوولین وایي، په دې مرکز کې له نویو ماشینونو وړاندې، دلته په اسانۍ د اېچ.آی.وي او تور ژېړي په څېر ساري ناروغيو تشخيص نه کېده.

دوی زیاتوي، له دې وروسته به پر يادو ناروغيو اخته ناروغان اړ نه وي چې د تشخيص لپاره کابل او يا هم پاکستان ته ولاړ شي.

د خوست د طبي ټکنالوجېسټانو ټولنې مشر محمد ګلاب توتاخېل وايي: « په خوست کې به داسې ناروغان وو چې له هغه به په تور ژېړي، سپین ژېړي، اېچ.آی.وي او نورو ناروغیو اخته وو، خو دا تشخیص به نه کېده چې د دوی ویروس ژوندی دی او که مړ. د دوی سمپلونه به یا پاکستان ته تلل یا کابل ته. د چا به چې وس او توان و، نو دا معاینات به یې وکړل خو که به یې وس نه و، هغه به نه کول. الحمدالله نن زموږ د عامې روغتیا په ریاست کې دا زمینه برابره شوه.»

په خوست کې د ساري ناروغیو د تشخیص او مخنیوي په موخه یاد مرکز او ماشین داسې مهال فعالیږي چې د عامې روغتيا رياست د مسوولينو په خبره، د سوېل ختيځ زون پر کچه دا يوازينی مرکز دی چې د خطرناکو ساري ناروغيو د تشخيص په برخه کې يې په فعاليت پيل وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist