Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو

هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د هرات ولایت په یوه نندارتون کې د افغان- ترک ښوونځي د زده ‌کوونکو له خوا د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي.

مسوولین وایي، د نندارتون موخه د زده ‌کوونکو علمي وړتیاوو پراختیا او د دوی نوښتګرو فکرونو ته وده ورکول دي او په خبره يې، په دې نندارتون کي۱۸۰ وړاندې شوې پروژې پر چاپېریال ساتنې، ګټورې انرژۍ، روباټ جوړونې او علمي نوښتونو تمرکز لري.

په هرات کې د افغان ترک ښوونځي مدیر احمد توران وايي: « د دې نندارتون موخه دا ده، کوم څه چې زموږ زده ‌کوونکي په نظري درسونو کې لولي، وکولی شي له خپل فکر په ګټنې سره يې عملي هم کړي.»

یو شمېر زده ‌کوونکي دا ډول نندارتونونه د خپلو علمي تجربو او وړتیاوو د ودې لپاره مهم بولي.

د دوی په باور، داسې پروګرامونه زده ‌کوونکو ته ځانګړی فرصت ورکوي چې د علم او تخلیق په برخه کې خپله وړتیا وښيي.

د افغان ترک ښوونځي زده کوونکی ابراهیم وايي: «د سکیورټي باکس په نوم پروژه مې جوړه کړې. دا پروژه د هغو دروازو لپاره ده چې د کارت په وسیله کار کوي او که څوک وغواړي له کارت پرته داخل شي، هغې شمېرې ته اتومات زنګ وهي چې په دې سیسټم کې ثبت شوې ده.»

د افغان ترک ښوونځي بل زده کوونکی بصیر احمد وايي: « که له موږ ملاتړ وشي، کولی شو له دې ښه څیزونه جوړ کړو. داسې ماشینونه چې په نظري او تخنیکي او دغه راز روباتیک برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

دا چې د نړۍ پر کچه ټکنالوژۍ ډېره وده کړې، زده ‌کوونکي هم غوښتنه کوي چې د هېواد په نورو ښوونځیو کې دې هم د ټولو زده ‌کوونکو لپاره د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ او علمي ودې امکانات برابر او تعلیمي نصاب کې دي نوښتونه رامنځ ته شي.

زده کوونکي مصطفی وايي: «که ساینس او ټکنالوژي زموږ په درسي مضامینو ور زیات شي، کولی شي داسې ډېر کسان جذب کړي چې له ټکنالوژۍ سره علاقه لري او بیا دغه کسان په راتلونکي کې نوي څیزونه جوړ کړي.»

زده کوونکی عمران هم ورته نظر لري: « باید د هغو زده کوونکو استعداد کشف شي چې وړتیاوې لري. زما په اند، دا په هر ښوونځي، هر ولایت او هر هېواد کې اړین دي چې باید وي.»

د هرات پوهنې ریاست مسوولین وایي، اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ ودې او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو هڅه کوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره په ښوونځیو کې امکانات برابر کړي.

د هرات پوهنې رییس رحمت الله جابر په دې اړه وايي: « اسلامي علوم چې زموږ د خلکو او ټولنې اړتیا ده، ترڅنګ یې عصري او سیاینسي علوم هم د ټولنې اړتیا ده. موږ دې برخې ته ځانګړې توجه لرو او مکلف یو چې په ساینسي علو او ټکنالوژۍ هم اوږه په اوږه مخکې یوسو، ارتقاع ورکړو ترڅو زموږ خلک ترې ګټه واخلي.»

زده کوونکي غوښتنه کوي چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ ودې سره سم دې د هېواد په ښوونیز نصاب کې د ساینس او ټکنالوژۍ مضامین هم شامل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو
ټکنالوژي

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

اکتوبر 4, 2025
د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري
ټکنالوژي

د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

سپتمبر 18, 2025
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

جولای 1, 2025

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist