په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ د روانو ناسمو اقتصادي شرايطو له امله، د بېوزلۍ ګراف لا هم بره روان دی.
تازه پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي هم تایيدوي چې د يادو شرايطو له امله نيمايي افغانان نړيوالو بشري مرستو ته جدي اړتيا لري.
ترابي د جګړې زيانونه، طبيعي پېښې او بې روزګاري د ناوړه اقتصادي شرايطو او مرستو ته د افغانانو د اړتيا زياتېدو لوی لاملونه بولي.
هغه په دې اړه وايي: « نو د دوی دا احصائیه زه نه تاییدوم. زه وایم په ۱۰۰ کې ۵۰ خلک خو له شکه وتلي مرستو ته اړتیا لري او دا چې مرستو ته له سیاست سره تړاو ورکوي، دا باید تاسو له دوی پوښتنه وکړئ؛ ځکه چې دوی تړاو ورکوي، موږ خو بار بار ویلي، دا زموږ اداره چې ده بشري دیپلوماسي مخته بیايي، تاسو له سیاست سره تړاو مه ورکوئ. دا زموږ غوښتنه ده چې له سیاست سره تړاو ورنه کړي.»
ترابي وايي، ناسمو اقتصادي شرايطو ته په کتو، نړيوالو ته په کار ده چې له شرط اېښودلو او سياسي ملاحظاتو پرته له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د ښو ګاونډیو نړیوالې موسسې په همکارۍ له ۵۰۰ تنو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او د مرستو په وېش کې یې د روڼتیا ډاډ ورکړ.
ترابي وايي: « د نن په پروګرام کې ۵۰۰ راشنه، ۵۰۰ د کابل ښاریانو ته ورکول کېږي، هغه ښاریان چې سېلاب ځپلي دي او موږ یې سروې کړې وه، د موسسې په شمول چې موږ سروې کړې وه.»
د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې استازی نقیب الله بیا وايي: « هر یوه کس ته ۱۶ قلمه توکي ورکول کېږي چې په کې جامې او د ماشومانو اړوند مواد شامل دي. دا د راتلونکي ژمي لپاره زموږ لومړنی پروګرام دی.»
له دې سره، مرسته ترلاسه کوونکي وایي، اوږدمهالې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ته په کتو ښايي ترلاسه کړې مرستې تر يوې مياشتې بسنه وکړي.
دوی له سرپرست حکومته وغوښتل چې په دوامداره توګه يې لاسنيوی وکړي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې لیدا وايي: « که مرستې زیاتې شي خوشاله کېږو. د افغانستان وضعیت خو دوی خپله ګوري چې څه حال دی او خلک څه ډول روزګار لري. زموږ ښځې او نران د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د سړک پرمخ ناست دي او شپه ورځ نه پېژني. زه خپله ځم د باندې د خلکو په کورونو کې کار کوم، جامې او فرشونه مینځم ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم. که مرستې له دې زیاتې شي، دعا به ورته وکړم.»
د کابل ښار اوسېدونکی اسدالله وايي: « داسې ده چې د یوې اوونۍ، دوو اونیو یا درېیو اونیو لپاره ده. دولت دې کوشش وکړي څوک چې مرسته کوي، نو زموږ زېربناوې دې جوړې کړي، موږ ته کارخونې جوړې کړي.»
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارواکي له افغانستان سره د نړیوالو په مرستو کې د سرپرست حکومت لاسوهنه ردوي او وایي، اسلامي امارت په شفافه توګه اړمنو ته د يادو مرستو د رسېدو زمينه برابروي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په يوه راپور کې ويلي و چې دامهال شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا شمېرې ښيي چې له نيمايي ډېر افغانان بشري مرستو ته اړ دي.