د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په تېرو ۷ میاشتو کې د ټول هېواد پر کچه د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت د سترو بنسټیزو اقتصادي پروژو د چارو له پیل کېدو خبر ورکوي او وايي، ځینې له دغو پروژو بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.
اقتصادي مرستیالي زیاتوي، په دغو پروژو کې د هرات خواف اوسپنې پټلۍ سربېره، لویې لارې، سړکونه، د اوبو بندونه او د برېښنا د تولید پروژې شاملې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ په خبره، د دغو سترو پروژو په پیل سره زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پيل راهیسې تر دې دمه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د لسګونه میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې لویې اقتصادي او ملي پروژې پيل شوې دي چې یو شمېر یې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دي.»
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې یوه برخه: « په دې پروژو کې د هرات – غور سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د مسعینک پروژې ته غځېدلی سړک، د کابل ښار یو شمیر داخلي سړکونو اساسي رغول، د پاشدان بند پاتې چارو بشپړول، د عمري بند ګټې اخیستنې ته سپارل، د پلتوني بند چارو پیلول، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز پیلول، د نیلې باغ استوګنځې پروژې پیلول، په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکېنرونو نصبول، د کابل- سروبي د ۲۳مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیلول، د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې برخو پراختیا او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یوه معیاري تم ځای د جوړولو چارو پیلول شامل دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د بنسټیزو پراختیايي پروژو پیل د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راټیټوي او همداراز کولی شي د هېواد اقتصادي څرخ په حرکت راولي.
د دوی په اند، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به خلک ثابت عواید ترلاسه کړي او د هېواد په اقتصادي وده کې به ځانګړی ارزښت ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « پراختیايي او زېربنايي پروژو ته حرکت ورکول او دغه راز د پانګونې جذبول هېواد کې د فقر او بې کارۍ د ګراف را ټیټېدو لامل کېږي. له دې امله چې د فقر او بېکارۍ لاره یوه ده او هغه مهال چې یو کس بې کاره شي، په اتومات بڼه د فقر دایرې ته داخلېږي. نو زه فکر کوم چې د پراختیايي پروژو حرکت کولی شي کاري فرصتونه برابر او خلکو ته ثابت عاید ایجاد کړي او په دې سره به د فقر ګراف هم راټیټ شي. نو ویلی شو چې د پراختیايي پروژو حرکت له ځانګړي اهمیت برخمن دی او کولی شي پر اقتصادي ودې او د خلکو پر ژوند ډېر مثبت اغېز ولري.»
ځېنې نور بیا په دې اند دي چې معیاري سړکونه، د برېښنا ثابت تولید، له ګاونډیو سره معیاري ټرانزیټي اړیکې او په کور دننه د صنعتي پارکونو پراختیا کولی شي د هېواد اقتصادي ګراف لوړ کړي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي: « باید زیربناوو ته ځانګړې توجه وکړو او خصوصي مخته لاړ شو. موږ په افغانستان کې برېښنا ته ډېره اړتیا لرو او باید برېښنايي پروژو ته معیاري تګلارې جوړ کړو. په را روان کال کې موږ څو زره مېګاواټه یا څو مېګاواټه برېښنا باید خپله تولید کړو. دغه راز ورسره څنګ کې موږ باید صنعتي پارکونه یا د تجارانو لپاره پارکونه جوړ کړو او ورسره څنګ کې له ګاونډیو سره تجارتي اړیکې، معیاري ټرانسپورټ، د تګ راتګ لپاره باید بنسټیز ګامونه واخیستل شي، دوه اړخېز قراردادونه وشي. دا هغه موضوعات دي چې کولی شي موږ ځان بسیاینې ته ورسوي.»
له جګړې تازه راوتلو هېوادونو کې د خلکو اقتصادي کچه ټیټه وي او همدا راز حکومتونه یې هم له اقتصادي پلوه پیاوړي نه وي.
افغانستان هم له جګړې د تازه راوتلو هېوادونو له ډلې دی او د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو سره هم مخ دی.
د افغانانو نږدې ۱۰ میلیارد ډالره پانګه کنګل شوې، د چارواکو نومونه یې د ترهګرۍ په تورولېستونو کې شامل دي او همدا راز رسمي سیاسي اړیکې هم ورسره پرې شوې دي.