• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایمرجینګ کرېکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیانو پایلوبې ته لاره وموندله

Afghanistan A win during the Second semi-final match of the ACC Men's T20 Emerging Teams Asia Cup 2024 between India A and Afghanistan A held at the Oman Cricket Academy Ground, Muscat, Oman on October 25, 2024. Photo by Deepak Malik / CREIMAS for Asian Cricket Council

د ایمرجینګ کرېکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیانو پایلوبې ته لاره وموندله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

د اېمرجينګ کرېکت لوبډلو آسیا جام سیالۍ د افغانستان، هند، پاکستان، سريلانکا، عمان، هانکاګ، بنګله ‌دېش او عربي متحده اماراتو ترمنځ  تېره اوونۍ پیل شوې.

 د دغو لوبو په دوام، د افغانستان الف لوبډله چې د افغان ابدالیانو په نوم یادېږي، په خپلو ګروپي لوبو کې د سریلانکا او بنګله ‌دیش الف لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې کې له هند سره مخامخ شوه.

دغه نیمه پایلوبه چې د جمعې پر شپه ترسره شوه، افغان ابدالیانو وکولی شول د هند الف لوبډلې پر وړاندې په خپله توپوهنه کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د  ۲۰۷منډو هدف وټاکي.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د هند الف لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې او د افغان ابدالیانو له خوا ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو.

د افغان ابدالیانو لوبډلې لوبغاړي خوښ دي چې په دغو سیالو کې یې هند لوبدلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د افغان ابدالیانو لوبډلمشر دروېش رسولي وايي: « ډېره ښه لوبه وه، ټولو افغانانو ته دې مبارکه وي، ډېره غټه لوبه وه، نیمه پایلوبه له هند سره وه. همداراز دغه لوبغاړي او دغه ټیم تاسو په دعاګانو دې ځای ته رسېدلي چې نیمه پایلوبه مو وګټله، یوه بله لوبه موږ ته پاتې ده. انشاالله په دعاګانو کې مو یاد ساتیئ چې دغه بله لوبه هم وګټو، د کوم هدف لپاره چې راغلي یو، هغه ترلاسه کړو.»

له دې سره، د افغان ابدالیانو لوبډلې یو شمېر نور لوبغاړي وایي، راتلونکې پایلوبه کې به په پوره مورال د سریلانکا لوبدلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د افغان ابدالیان لوبډلې توپ وهونکی صدیق‌الله اتل وايي: « له بېګانۍ لوبې وروسته خو ماشالله ټولو لوبغاړي زیات باور کې دي چې انشاالله سبا چې موږ له سریلانکا سره کومه پایلوبه ده، هغه به په ډېر ښه شان باندې کوو.»

د کرېکټ بورډ مسوولین د افغان ابدلیانو وروستۍ لوبې د ستاينې ترڅنګ له لاسته راوړنو ډکې ګڼي او زیاتوي چې د سریلانکا لوبدلې پر وړاندې د پايلوبې کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « انشاالله اوس لوبډله په پای لوبه کې ده، زموږ موخه هم همدا ده چې موږ دغه جام که خدای کول افغانستان ته راوړو. د هېوادوالو به مو هم هیله همدا وي چې دوی خپل لوبغاړي او خپل ابدالیان په دعاوو کې یاد وساتي او هغوی به هم انشاالله زحمت وباسي او کوشش به کوي چې پای لوبه هم یوه ښه پای لوبه ترسره کړي د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې او بالاخره دغه جام خپل ګران هېواد ته راوړي.»

په ورته مهال، د افغان ابدالیانو لوبډلې روزونکي هیله ‌من دي چې افغان ابدالیانو لوبډله به راتلونکې پای لوبه کې د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې ښه وځلېږي.

د افغان ابدالیانو مشر روزونکی نوروز منګل وايي: « انشاالله  هېله لرو چې سبا ماښام په همدې جذبې سره او همدې مورال سره میدان ته ښکته شو، ترڅو په فاینل کې ښه لوبه وکړو او دغه کوم د اېمرجینګ کپ دی دا د افغانستان په نوم کړو.»

د کرېکټ شنونکي د هند الف لوبډلې پر وړاندې د افغان ابدالیانو بریا تاریخي بولي او وايي، دا د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان کورنی کرېکټ د ودې په حال دی او هیله ‌من دي چې پایلوبه د افغان ابدالیانو لوبډلې په بریا تمامه شي.

د کرېکټ شنونکی شهزاده مسعود وايي: «دا د دې یوه ډېره ښه ښکاره نمونه ده چې زموږ داخلي کرېکټ او بیا خصوصا ً دغه نوي ځوانان ډېر ښه رشد یې کړی الحمدالله. زه امید کوم چې په راتلونکې کې د سریلانکا سره چې سبا پایلوبه ده، هم دغسې وځلېږي لکه څنګه چې د  هند پر وړاندې دوی ښه وځلېدل.»

د کرېکټ شنونکی باطن شاه عبدالرحیمزی وايي: «ډېر زیات ورته خوشاله یم. هغه زموږ فیلډېنګ چې به بېګانۍ لوبه کې ډېر زیات او ټسټنډېنګ و. نو په دې هیله چې په پایلوبه کې افغان ابدالیان ښه وځلېږي او زموږ دا د بریا چانس هم انشاالله شته.»

افغان ابدالیانو له هند سره د نیمه پایلوبې د توپ وهنې په برخه کې صدیق الله اتل ۸۳، زبیر۶۴ او کریم جنت ۴۱ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې الله محمد غضنفر، عبدالرحمن رحماني، شرف الدین اشرف ښه وځلیدل.

ټاکل شوې د اېمرجنګ کرېکټ لوبډلو آسیا جام سیالیو پایلوبه نن یکشنبه ماښام د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist