• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پيل کړه

افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پيل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/23

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او کابل کې د يوه خیریه بنسټ په تخنیکي همکارۍ د زرګونه کسانو، چې د سترګو پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لړۍ پيل کړه.

د دغې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي، د دوی اټکل له مخې په دې لړۍ کې به د شاوخوا ۸ زره کسانو د سترګو درملنه وشي او له ډلې به يې شاوخوا  ۸۰۰ هغو کسانو سترګې هم عمليات شي، چې جدي ستونزه ولري.

دلاور په دې اړه وايي:« دوی به د ۸ زرو کسانو معاینه کوي، هغه که زموږ او تاسو نارینه وروڼه دي او که ښځينه خویندې دي، مشران وي او که کشران. انشا الله ۸۰۰ کسانو ته به دوی عملیات کوي او د سترګو غمی به ورته اچوي.»

په ورته مهال د البصر خېریه بنسټ مسوولین چې د دوی په تخنيکي همکارۍ ياده لړۍ ترسره کېږي وایي، د سرپرست حکومت په همکارۍ به د زرګونه کسانو د سترګو وړیا درملنه او عملیاتونه وکړي.

د البصر خېیریه بنسټ استازی رضوان بلوچ  وايي:« له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا موږ بېرته په افغانستان کې خپل فعالیت پېل کړی، چې په دې لړ کې موږ له ۸۰۰  د زیاتو کسانو سترګې علمیات کړې او دغه راز اوس په پام کې لرو، چې په روغتیایي مرکزونو کې به د ۱۰۰۰ تنو نورو ناروغانو د سترګو عملیات وکړو او هڅه کوو، چې د اسلامي امارت په همکارۍ له ۱۰ زرو د زیاتو کسانو د سترګو درملنه وکړو.»

په ورته مهال د سترګو پر ناروغيو اخته کسان وایي، له کلونو راهیسې یې د سترګو لید ستونزه لري او  د اقتصادي ستونزو له امله يې درملنه نه شي کولی.

دوی خوښ دي، چې په کابل کې ورته په وړیا ډول د سترګو درملنې او عملیاتو زمینه برابرېږي.

ناروغ فهیم وايي:« زما سترګې فشار لري، ترڅنګ یې د ښۍ سترګې دید مې هم کم شوی دی. د دې په خاطر علي آباد روغتون او نور روغتون ته مې مراجعه وکړه، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې. اوس له دغې خیریې موسسې خبر شوم، د سرې میاشتې روغتون ته راغلې.  دې روغتون ته راغلم او غواړم دلته خپلې درمنلې ته دوام ورکړم.»

ناروغ طاهر وايي:« دوه یا درې کاله مخکې مې د سترګې پرده لرې کړې وه، بیا تېر کال زه  دلته راغلم، عملیات مې وکړ، بیا ښه وه، خو اوس یې بیخي دید کم شوی، ړوند یم، اوس په سترګه هېڅ څه نه وینم. د کومې سترګې عملیات مې چې کړی، اوس پرې هېڅ څه نه وینم.»

ډاکټران وايي، په  کابل کې د ګرد او خاورو، ويروسي ناروغيو او ځينو نورو ستونزو له امله د سترګو ناروغي زياته شوې، چې باید خلک ته ورته احتياطي تدابېر زيات کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالوماتو له مخې، زرګونه نور کسان شته چې د سترګو لید کې ستونزې لري او هڅه کوي، چې د یادو کسانو د وړیا درملنې زمینه هم برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې
روغتیا

د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې

مې 7, 2025
ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه
روغتیا

ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

مې 3, 2025
تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي
روغتیا

تورخم کې راستنېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په پراخېدو دي

مې 1, 2025
جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي
روغتیا

جلالي: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري زرګونه ټنه راوړل شوې خوراکي توکي بې‌کيفيته دي

مې 1, 2025
اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي
روغتیا

اوچا: شاوخوا ۹ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پرې کېدو خطر سره مخ دي

اپریل 27, 2025
د ګوزڼ واکسین درې ورځني کمپاین پيل؛ ۱۶ ولایتونو کې به ۶ میلیونه ماشومان واکسین شي
روغتیا

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د پراخېدو په حال کې ده

اپریل 18, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist