Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
آی.او.ایم: نږدې څلورو کلونو کې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي

آی.او.ایم: تېرو درېیو میاشتو کې نږدې یو میلیون افغانانو خپل هېواد پرېښی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/23

د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان افغانستان ته د تګ او وتلو څارنې پروګرام  (ډي.ټي.ایم) په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د روان ۲۰۲۴ کال له سیپټمبر تر جولای میاشتې نږدې ۸۰۰ زره افغانان پاکستان او ایران ته له نهو عبوري لارو تللي دي.

راپور کې ویل شوي، چې له ۹۰۰ زره زیات نور بیا بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ سازمان له څه باندې ۹۰ زره افغانانو سره یادو هېوادونه ته د تللو د لامل په اړه هم پوښتلي، چې اقتصادي وضعیت ، روغتیايي ستونزې او په دغو هېوادونو کې له دوستانو سره کتنې یې لاملونه یاد شوي دي.

د کډوالۍ سازمان په راپور کې وړاندې ویل شوي، یاد پروګرام یې د مشخصو موخو لرونکو کسانو په تګ او راتګ پورې اړه نه لري او راټولې شوې شمېرې یې پاکستان او ایران ته د ورغلیو او بېرته راستانه شویو افغانانو له سر شمېرنې چمتو کړي دي.

د راپور یوه برخه:« له سپټمبر تر جولای۷۸۶زره ۷۶۹ افغانان له نهو عبوري لارو، چې څلور یې د افغانستان له عمومي لارو سره متصل دي او شپږ یې د پاکستان او ایران ترمنځ غځېدلي، دغو هېوادونو ته تللي دي او همداراز ۹۷۳زره ۶۹۶ نور افغانستان ته ستانه شوي دي.»

په راپور کې راغلي چې اوس مهال نږدې۶ میلیونه افغان کډوال په پاکستان او ایران کې اوسېږي او په دې توګه له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی، چې پر نړيواله کچه يې زيات وګړي کډوال شوي.

د راپور یوه برخه:« د روان کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۳.۷۵ میلیونه افغانان په ایران او څه باندې ۲ میلیون نور په پاکستان کې کډوال دي، چې له سوریې وروسته په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر دویم ځای خپل کړی دی.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره مو د ملګر ملتونو د تازه موندنو په اړه اړیکه وکړه، خو له پرله پیسې اړیکو سره سره یې ځواب را نه کړ.

دغه  وزارت بيا په خپل ويب‌سايټ کې له افغانستانه د تللو افغانانو د شمېرو په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو د راستنو شویو شمېر يې څه باندې ۳ میلیونه کسان ښودلی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له نړيوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت تعامل د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره مهم بولي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د کډوالۍ لاملونه تشخیص او د حل پر لارو چارو یې تمرکز زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« په ټوله کې چارواکو ته په کار ده چې د دې لاملونه مالوم کړي، چې دوی ولې بهر ته  ځي؟ د دې حل کولو لپاره باید دوی ګام پورته کړي او زمینه برابره کړي، چې دوی( افغانان) بهر ته تګ ته اړ نه شي او هغه چې له بهر راځي، دوی ته باید د ژوند ټول شرایط، د چاپېریال، د زده کړو، د کار، د امنیت هر څه ورته برابر کړي. بیا نور هم هڅول کېږي او دوی هم دلته پاتې کېږي او بیا ځلې کډوالۍ ته نه اړ کېږي. نو د ستونزې حل د چارواکو په لاس کې ده او چارواکي باید په دې اړه اقدام وکړي. ملګري ملتونه هم باید په دې اړه خپل اصول پلي کړي، مرستې باید وکړي. ګاونډي هېوادونه هم باید نړیوال اصولو ته درناوی وکړي.»

ملګري ملتونه په داسې حال کې ایران او پاکستان ته د افغانانو د ورتګ او بېرته راستنېدو په اړه شمېرې خپروي، چې تېره اوونۍ د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه په کلګان کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغانانو وژل کېدو خبر ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist