Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ژمي رانږدې کېدل؛ خلک د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د ژمي رانږدې کېدل؛ خلک د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/22

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې د اقلیمي بدلون او ککړې هوا له امله زیانمن شوی او لاهم زيانمنونکی دی.

د غير معياري سون توکو کارول، د نقلیه واسایطو او  د کارخونې لوګی د هوا ککړتیا عمده لاملونه بلل کېږي، چې معمولا د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼو ښارونو کې هوا د ژمې په رانږدې کېدو او يا هم د ژمي پرمهال زياته ککړېږي.

خو دا چې ژمی کرار کرار په رانږدې کېدو دی، کابل ښاریان د سون توکو بیو لوړوالي له امله شکایت کوي او زیاتوي، چې سرپرست حکومت دې د يادو توکو د بیو ټیټولو لپاره اقدام وکړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د ژمي لپاره هېڅ چمتوالی نه لرو، په دې خاطر چې دلته د بلوط او ارچې لرګیو خروار له ۱۲ زره تر ۱۴ زره افغانیو پورې دی. دلته دولت لرګي بند کړي او غریب خلک لرګي نه اخیستلی نه شي.»

بلخوا د سون توکو پلورونکي هم د یادو توکو د بیو لوړوالي پخلی کوي او زیاتوي، چې د تېر ژمې پرتله سږ کال يې د بيو لوړوالي له امله د کاروبار خوند نشته.

د سون توکو یو تن پلورونکی وايي:« تېر کال له سږ کال سره ډېر توپېر کوي، تېر کال د ارچې او بلوط لرګي و،هغه اوس نشته دي. اوس دا لرګي چې دي سوځي، خو ۱۰۰ سلنه نه.»

که څه هم د کابل ښاروالۍ د سون توکو د بيو په اړه واضيح څه نه وايي، خو زياتوي چې په بازارونو کې يې د توکو بيې مهار کړې او په همدې  موخه يې وخت ناوخت هټۍ والو ته نرخ‌نامې هم ورکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:« کابل ښاروالۍ له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د لومړنیو توکو نرخونه کنټرولوي او د قانون له مخې د نرخونو کنټرول او له احتکار د مخنیوي کمېسیون نرخپاڼه صادروي او دا بیا د ښاروالۍ دنده ده، څو یوې اوونۍ کې په ښار کې د هغې تطبیق بڼه وڅاري او همدارنګه ۱۵۵ شمېره د هېوادوالو په چوپړ کې ده، نه یوازې خلک بلکې پلورونکي هم کولی شي څو خپل شکایت له دغې لارې له ښاروالۍ سره شریک کړي او ښاروالۍ به د قانون له مخې چلن وکړي.»

اخوا د چاپېریال ساتنې ملې ادارې مسوولین بیا وايي، د هوا ککړتیا د مخنوي لپاره شپږ میاشتنی پلان لري چې سږ ژمۍ به یې پلی کړی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist