Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان- قزاق ګډ نندارتون په قزاقستان کې پرانیستل شو

افغان- قزاق ګډ نندارتون په قزاقستان کې پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۰مه د قزاقستان په الماتي ښار کې د افغان- قزاق تر نامه لاندې ګډ سوداګریز نندارتون پيل شو.

د دې نندارتون د پرانيستې لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر مشرۍ پلاوی د شنبې په ورځ پلازمېنې آستانې ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، په دې دوه ورځني نندارتون کې د افغان سوداګرو لپاره ۸۰ غرفې ځانګړې شوې چې په کې به ۶۹ افغان شرکتونه خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د جواد په خبره، د افغاني شرکتونو له لوري نندارې ته په اېښودل شویو توکو کې غالۍ، زعفراڼ، وچه مېوه، جواهرات، قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې شاملې دي.

هغه زیاتوي: « په دې نندارتون کې ۸۰ غرفې او ۶۹ شرکتونه افغانستان څخه ګډون کوي چې د غالیو، وچې مېوې، زعفرانو، قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او جواهراتو په ګډون به خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.»

افغان سوداګر دغه ډول نندارتونونه د بازار موندنې په برخه کې ګټور بولي او زیاتوي چې د ورته ګډو نندارتونونو په جوړولو سره د هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پراختيا مومي.

سوداګرعبدلجبار ساپی وايي: «نندارتونونه په ملي او نړیواله سطحه د افغانستان پر تولید او تجارت مثبت تاثیر کوي. څنګه کولی شو خپل تولیدات په ملي سطحه خلکو د نندارتونونو له خوا وښیو او خلک تشویق کړو چې له خپلو داخلي تولیداتو استفاده وکړي.»

په ورته مهال، د  اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې په بهر کې کورنيو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره د نندارتونونو جوړول د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مهم تمامېدای شي.

دوی زیاتوي، د ورته نندارتونونو په جوړولو سره کورنيو محصولاتو ته له بازار موندنې سربېره، بهرني سوداګر هم په افغانستان کې پانګونې ته هڅول کېدی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « نندارتونونه په اقتصادي لحاظ باندې ډېر مهم او اړین دي. دا نه یوازې دا چې د تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې کولی شي د تجارت د پرمختګ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره هم یوه ښه وسیله وبللی شي. د تجارتي خونو د زیاتوالي او د دغو خونو د تشویق په بنا باندې موږ کولی شو کوچنۍ پانګونې وهڅوو، ترڅنګ یې منځنیو پانګونو ته وسعت ورکړو او لویو پانګونو ته زمینه برابره کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزات سرپرست پر مشرۍ قراقستان ته تللي پلاوي له خارګوس بندر هم لېدنه کړې.

 د مالوماتو پر بنسټ، دغه بندر په وچه کې د نړۍ تر ټولو لوی بندر ګڼل کېږي چې د چین او قزاقستان پر ګډه پوله پروت دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist