Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ لپاره د کاناډا رول مهم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د بشري حقونو په اړه د دې سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی به د اکټوبر له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له کاناډايي چارواکو او هلته مېشتو افغانانو سره ناستې ولري.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ریچارډ بېنېټ به په ټورېنټو کې له هغو افغانانو سره وګوري چې له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه هېواد ته کډه شوي او ډېری یې د بشري حقونو مدافعان او خبریالان دي.

کاناډا ته د ریچارډ بېنېټ سفر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا له خوا د ده د مسوولیت له تمدید څخه وروسته کېږي.

 بېنېت د خپل سفر په اړه ویلي، په دې سفر کې به د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د دې هېواد له چارواکو او افغانانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

بېنېټ زیاته کړې:« په اوتاوا او ټورېنټو کې له کاناډايي چارواکو او ښکېلو افغانانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په حل لارو خبرې کوم. د کاناډا حکومت کولی شي د افغانستان بشري حقونو وضعیت سره مرسته وکړي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان چې د بشري حقونو په برخه کې له سرپرست حکومت څخه د ولس او نړیوالۍ ټولنې د مشروع غوښتنو پر منلو ټینګار کوي وايي، نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څ د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت او نړيوالو ته په کار ده چې د ستونزو هوارولو لپاره په خپلو کې خبرې وکړي.

د سیاسي چاروکارپوه عزیز معارج وايي: « که ملګري ملتونه غواړي د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور جوړ کړي، نو باید خپل استازی را ولېږي او د افغانستان هرې برخې ته سفرونه وکړي او له خلکو پوښتنه وکړي چې ستونزې او واقعیتونه څه دي. باید د ملګرو ملتونو استازی له واکمن حکومت سره کېني او ستونزه د تفاهم له لارې هواره کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که له ملګرو ملتونو سره د بشري حقونو غم وي، نو ولې د فلسطین د خلکو وژنه نه غندي. دلته د حکومتدارۍ مسایل د افغانستان د خلکو او حکومت ترمنځ ستونزه ده او کولی شي خپلو کې یې هواره کړي.»

ملګرو ملتونو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د ریچارډ بېنېټ هغه پرېکړه لیک هم له رایې ورکولو پرته تصویب کړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض او د لږکیو حقونو د ناخوندیتوب مسایل په کې مطرح شوي وو.

سرپرست حکومت افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بنديز لګولی او د هغه ټول راپورونه یو اړخیز بولي او ټینګار کوي چې ټولو افغانانو ته یې خپل حقونه د شريعت په چوکاټ کې ورکړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist