کابل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اړیکو دفتر په همکارۍ (په ټولنه کې د اقلیم بدلون اغېز) په اړه ملي کنفرانس وړاندې کړ.
کنفرانس کې د تخصصي بحث ګډونوالو د پېښو پر وړاندې د ملي او نړیوالو موسسو له لوري د بېړنیو مرستو د یوه میکانېزم جوړول، د رسنیو، ښوونځیو او جوماتونو له لارې د عامه پوهاوي وړاندې کول، د اوبو مدیریت، د کرنې په برخه کې له عصري مکانېزم ګټه اخیستل، د وطني مېوو لپاره د نړیوال بازار موندل، د وارداتو پرتله د صادراتو کچه لوړول او په نورو بېلابېلو برخو کې همغږي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې اصلي ټکي یاد کړل.
د کابل پوهنتون استاد لطفالله ساپي وویل: «باید د ځنګلونو د رغونې پروژې پلې شي. په نړۍ کې د ځنګلونو جوړونې لپاره یو ځانګړی پروګرام دی چې غواړي د ټولې نړۍ پر کچه ۳۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي، خو دا پروګرام په افغانستان کې نه عملي کېږي. زموږ ګاونډي هېوادونه هم د یو میلون ونو کېنولو پروګرامونه لري خو زموږ هېواد کې داسې څه نه شته.»
همدارنګه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، تېرو جګړو کې د ممنوعه وسلو کارول، د ډبرو سکرو او نورو سون توکو په غیر معیاري ډول استخراج او مصرفول، هغه څه دي چې تر دې دمه یې افغانستان ته د اقلیمي بدلون او د چاپېریال په برخه کې ستونزې را منځته کړې دي.
د دوی په خبره، نړیوالو دغه مساله په افغانستان کې له سیاست سره تړلې او دا کار له افغانانو سره تبعیض دی.
د دوی په خبره، نړیوال مکلف دي چې په هغو کنفرانسونو کې افغانانو ته د ګډون اجازه ورکړي چې په بشري موضوعاتو پورې تړاو لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « په وروستیو۱۰ کالو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي. له ۱۱۱ زرو ډېر کورونه زیانمن شوي، له ۸۱ زرو ډېر څاروي تلف شوي، زرګونه انسانانو ژوند له لاسه ورکړی او۲۱ میلیونه تنه د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. په افغانستان کې ډېر مسایل بشري بڼه لري خو نړیوال یې په زور له سیاست سره غوټه کوي او په دې توګه له افغانانو سره تبعیضي چلن کوي.»
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله له اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمنونکی هېواد ګڼي او په خبره یې، د دې پېښو پر وړاندې د افغانانو هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده.
روزوا اتنبایوا وايي، په اذربایجان کې د کاپ ۲۹ غونډه کې د افغانستان ګډون اړين دی او باید بلنه ورکړل شي.
هغې زیاته کړه: « افغانستان ډېر کله د طبیعي پېښو کوربه وي. ډېری افغانان پاکو اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. دا یو ډېر ظالم دور دی چې باید مخه یې ونیول شي او که مخنیوی یې ونه شي، ناوړه اغېز به یې لا زیات شي او د دې ډېری قرباني به ښځې او ماشومان وي. نړیواله ټولنه د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ټولې هڅې کوي او په دې لړ کې زموږ بشردوستانه همکاران له طبیعي پېښو وروسته د ټولنو د پیاوړتیا لپاره لا هم کار کوي. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو؛ ځکه په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ د نړۍ مسوولیت دی. مهمه خبره دا ده چې افغان لوری په آذربایجان کې د کاپ ۲۹کنفرانس کې ګډون وکړي. دا چې افغانستان تر ټولو ډېر زیان منونکی دی، نو په دې ناسته کې يې ګډون حتمي دی.»
بله خوا، د اروپایي ټولنې شارژدافیره ویرانیکا بوسکوویچ پوهر د اقلیمي بدلون ناوړه پايلې جدي ګڼلو ټینګار کوي او زياتوي، د یوه ځانګړي مکانیزم له مخې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د اقلیمي بدلون له زیانمنونکو سره د مرستې لپاره ځانګړې بودیجه لري.
پوهر په دې اړه وايي: « موږ په مختلفو ولایتونو کې کار کوو او معلومات را ټولوو ترڅو پیدا کړو چې په کوم ځای کې اقلیمي بدلون پر خلکو مخامخ اغېز کړی. اروپایي ټولنې درېیو برخو( اقلیمي بدلون، د شواهدو پر اساس له فعالیتونو ملاتړ او په دې برخه کې د اروپایي ټولنې پانګونې) ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی. په دې برخو کې د ۲۶ ولایتونو لپاره له۹۰ میلیونو ډالرو زیاته بودیجه لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې ناستې څو ورځې وړاندې د دې ادارې له لوري د اقلیمي بدلون په هکله د افغان ځوانانو لپاره هم یو کنفرانس ترسره شو او په کې ځوانانو ته د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوښتنه وشوه چې نړیواله ټولنه باید په هېواد کې د خلکو ستونزو ته په کتو پروژې عملي کړي.