Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د شانګهای غړي هېوادونه باید پاکستان خپلو پالیسیو کې بدلون ته وهڅوي

کارپوهان: د شانګهای غړي هېوادونه باید پاکستان خپلو پالیسیو کې بدلون ته وهڅوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته  په داسې حال کې پلازمېنه اسلام آباد کې جوړېږي چې پاکستان دا مهال له سختې امنیتي، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان روان ناسم وضیعت په سیمه او ګاونډ منفي اغېز کړی.

د دوی په اند، پاکستان کې د روان وضعیت اصلي لامل د دغه هېواد پوځي ادارو غلطې پالیسۍ او ناسمې تګلارې دي.

د کارپوهانو په خبره، داسې یوهېواد چې له شدیدې نا امنۍ، سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي کړکېچ سره مخ وي، د شانګهای په څېر سترې ناستې جوړېدل په کې د یاد سازمان دغړیو هېوادونو له لوري خطر منل دي.

دوی د شانګهای همکاریو سازمان له غړیو هېوادونوغوښتنه کوي چې له دې فرصت په ګټنې له پاکستاني چارواکو وغواړي چې له خپلو ناسمو  سیاستونو لاس پر سر شي.

د پوهنتون استاد نجیب بهادر وايي: « د پاکستان په څېر نا امن هېواد کې د شانګهای ناستې ترسره کېدل یوه مخاطره او له ریسک ډګ اقدام دی. وړاندې له دې چې سازمان خپله ناسته ترسره کړي او یوې پایلې ته سره ورسېږي، باید د بحث اجنډا دا وي چې پاکستان وپوهوي له خپلو هغو ناسمو پالیسیو لاس واخلي چې د سیمي د بې ثباتۍ لامل شوې دي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي، د پاکستان نظامي حکومت له لسیزو راهیسې داسې سیاستونه غوره کړي چې اوس یې پایلې د اسلام آباد پر زیان دي او سیمه یې هم اغېزمنه کړې ده.

دوی زیاتوي، په داسې یوه هېواد کې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته ګټه نه لري او اړتیا ده چې پاکستاني چارواکي یو داسې ولسواک نظام رامنځته کړي چې اقتصاد محوره سیاست ولري او ګاونډیان یې هم له زیانونو خوندي وي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « پاکستان په خپلو غلطو سیاستونو سره نه یوازې خپله خاوره نا امنه کړې بلکې په سیمه کې هم د بې ثباتۍ لوی لامل د پاکستان حکومت دی. کېدای شي د شانګهای همکاریو سازمان ناسته په پاکستان کې وشي، خو اغېزې به یې ځکه کمې وي چې پاکستان به بیا هم په داخلې ستونزو کې بند وي او سیمه به ورسره کړېږي. د ستونزو د حل لاره دا ده چې په پاکستان کې یو ولسواک او د اقتصاد محوره پالیسۍ لرونکی حکومت رامنځته شي.»

هغه څه چې اوس پاکستانی ولس او د دغه هېواد حکومت ورسره مخ دی، د هغو سیاستونو پایله ده چې د پاکستان له رامنځته کېدو تردې مهاله د پوځ او نورو نظامي ادارو له لوري غوره شوي وو.

د سیاسي چارو کارپوه هاشم الکوزی وايي، ترهغې چې اسلام آباد د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې سیاست بدل نه کړي او د ترهګرۍ روزنې په برخه کې پر خپلې ستراتیژۍ له سره کتنه ونه کړي، وضعیت به یې لاپسې کړکېچن شي.

الکوزی په دې اړه وايي: « دا د پاکستان د پوځ پالیسي وه چې په خپله خاوره کې د ترهګرو روزونه وکړي او خوندي ځایونه ورکړي، ترڅو د دوی په وسیله نور هېوادونه او ولسونه نا امن کړي، خو دوی اوس په خپله لومه کې بند دي او همدارنګه ولس، خلک، سیاسیون او ګوندونه یې پر وړاندې درېدلي دي.»

د پي.ټي.آی ګوند مشر او د دغه هېواد  پخواني لومړي وزیرعمران خان زنداني کولو، له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا پښتنو سره د پوځ ناسم چلن او د هغوی سختو اعتراضونو د پاکستان سیاسي کړکېچ لاپسې ژور کړی.

له بلې خوا، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) بریدونو او د بلوڅ آزادي غوښتونکو وسله والې مبارزې بیا د دې هېواد امنیتي وضعیت سخت ننګولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist